تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هغې هندۍ الوتکې 'تور بکس' موندل شوی، چې دوې ټوټې شوه
هندي چارواکو د هغې الوتکې 'تور بکس ' موندلی چې د هند په سویلي ایالت کیرالا کې پرون ماښام له ځغاستلیکې یا رن وې وښوېده او په منځ ماته شوه.
دغه پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي.
د هند دولتي هوايي شرکت ایر انډیا دغه الوتکه له دبۍ نه د کوژي کوډي هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته له پېښې سره مخامخ شوه.
په الوتکه کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۱۹۰ کسان ناست وو او د یوه چارواکي په وینا دا یوه (معجزه) ده چې ډېر خلک نه دي وژل شوي.
دا په تېره یوه لسیزه کې د هند تر ټولو ناوړه هوايي پېښه بلل کېږي.
په الوتکه کې هغه هندیان هېواد ته لېږدول کېدل چې د کورونا وېروس قرنطین له کبله ایسار پاتې وو. لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، دغې پېښې 'ځورولی ' دی.
پېښه له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې اووه نیمې بجه شوې. دغه الوتکه له دبۍ نه کالي کټ ښار ته ورسېده او د ایر انډیا ویاند په خبره د خراب موسم له کبله له رن وې یا ځغاستلیکې وښوېده.
د هندي رسنیو په رپوټونو کې دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه لیدل کېږي چې ټوټې، ټوټې کېږي. د هند اي این ای خبري اژانس په رپوټ کې د هند ملکي هوايي چلند ادارې له قوله ویل شوي، چې الوتکه د کېناستو پر مهال پر ځغاستلیکې تم نه شوه او لاندې درې ته وغورځېده او دوې ټوټې شوه.
د یادونې ده چې د کوژي کوډي هوايي ډګر پر یوې غونډۍ د پاسه جوړ شوی دی.
له دې پېښې وړاندې د جمعې پر ورځ په همدې کېرالا ایالت کې د د ورښتونو او سیلابونو له کبله ځمکه ښویېدلې وه او وېره شته چې لسګونه کسان به پکې وژل شوي دي.
په هند او د سویلي اسیا ځینو نورو هېوادونو کې له جون تر سپتمبر میاشتې موده د سختو بارانونو موسم وي او له دې پخوا هم په همدې ورځو کې الوتکې له ورته پېښو سره مخ شوې دي.
د ۲۰۱۰ کال په می میاشت کې د ایر انډیا اکسپرس یوه الوتکه د منګلور هوایي ډګر له ځغاستلیکې وښویېده او او ۱۵۸ تنه سپرلۍ پکې ووژل شوه.