تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: امریکايي چارواکي وايي، د کورونو پر مېلمستیاوو اوبه، برېښنا بندوو
د امریکا لاس اینجلس ښاروال وايي، ښاروالۍ ته به حق ورکړل شي، د هغو ودانیو اوبه او برېښنا بند کړي چې د کورونا وبا مخنیوي له محدودیتونو سره سره پکې لویې مېلمستیاوې یا غونډې کېږي.
ښاروال ایریک ګارسیټي وايي، ځینې کورونه (په غرونو کې په کلبونو) بدل شوي دي او په وینا یې هغو غونډو ته به هم توجه وشي چې 'د خلکو لپاره خطر رامنځته کوي. ' چارواکي وايي، د جمعې له ورځې به دغه چاره پیل شي.
کالفورنیا ایالت د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو د شمېر له پلوه له خورا ډېرو ځپل شویو ایالتونو یو دی. دغه ایالت کې نهه زره ۸۷۲ کسان د همدې ناروغۍ له کبله مړه شوي او د چارواکو په خبره په ټول ایالت کې د چهارشنبې تر ورځې پورې ۱۹۷ زره ۹۱۲ کسان پر کورونا وېروس اخته دي.
تېره میاشت کالفورنیا ګورنر یا والي ګاویین نیوسوم په سرپټو رستورانټونو، څښاکځایونو او ساعت تېري مرکزونو کې پر فعالیتونو سملاسي بندیز ولګاوه، خو لاس اینجلس چارواکو د وبا پر مهال په ځینو کورونو کې دننه د مېلمستیاوو رپوټ ورکړ.
د روانې اونۍ په لومړیو کې د ښار بېورلي کریسټ سیمې په یوه داسې مېلمستیا کې یوه ښځه په ډزو سخته ټپي شوه، چې نژدې ۲۰۰ کسان پکې راټول شوي وو.
ښاروال ګارسیټي خبریالانو ته وویل، مېلمستیاوې په داسې کورونو کې کېږي چې یا تش پراته وي او یا د لنډې مودې لپاره ایجار شوي وي. نوموړی وايي:
''د دغسې لویو مېلمستیاوو عواقب له دې ډېر لېرې پورې رسېږي، زموږ تر ټولې ټولنې پورې، ځکه وېروس په ډېره اسانۍ او چټکۍ سره خپرېږي. ''
د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې امریکا لا هم د کورونا وبا له ستونزې سره لاس او ګرېوان ده. په دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له څلور اعشاریه اته میلیونو اوښتی او ۱۵۸ زره ۲۶۸ کسان له همدې کبله په کې مړه شوي دي.