تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: ملګري ملتونه وايي وبا ماشومان له واکسینو بې برخې کړي
ملګري ملتونه وايي، نژدې ۳۰ کاله وروسته د نړۍ په لر او بر کې ډېر ماشومانو له ناروغیو د خوندیتوب واکسینو ته لاسرسی نه لري. د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا تېرو څلورو میاشتو موده کې د هغو ماشومانو شمېر کې څرګند لږوالی لیدل شوی، چې د ګوزڼ، شري او سکاروي په څېر ناروغیو د خوندیتوب لپاره واکسین ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو مشرتابه په خبره د دې ناروغیو پرتله د کورونا وېروس له کبله ماشومان له لږ خطر سره مخامخ دي. د دغې ادارې په خبره واکسین د بشر په تاریخ کې له ناروغیو د خوندیتوب تر ټولو غوره وسیله ده. د یادونې ده، چې د افغانستان په ګاونډي هېواد پاکستان کې پرون حکومت اعلان وکړ چې په روغتونونو کې ماشومانو ته د واکسین ورکولو لړۍ پیلوي،
خو د کورونا وېروس له کبله په دغه هېواد کې د ګوزڼ مخنیوي واکسین کور په کور لړۍ اغېزمنه شوې او رپوټونه ښيي چې له ۱۰۰ ډېر ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي دي.
لسګونه ایراني روغتیاپالانو ژوند له لاسه ورکړی
ایراني چارواکي وايي، د کوویډ - ۱۹ له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې د وېروس له کبله ۱۴۰ روغتیا پالانو ژوند له لاسه ورکړی. د ایران روغتیا وزارت یوه چارواکې سیما سادات لاري وايي: پر موږ ټولو د دوی احسان دی او د دې لپاره چې درناوی یې وکړو، باید روغتیايي لارښوونې پلي کړو.
د اپریل میاشتې له نیمايي راهیسې چې دغه هېواد کې قرنطین بندیزونه نرم شول، د نویو ناروغانو شمېر کې په چټکې سره ډېروالی راغلی. ایران کې تر اوسه د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ اخته ۲۶۴۵۶۱ کسانو نومونه ثبت شوي دي او ۱۳۴۱۰ ایرانیان د همدې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي د ناروغانو شمېر ډېرېدو یو لامل د معایناتو ډېرېدل دي او په وینا یې خلک د خوندیتوب لارښوونې نه عملي کوي.
کورونا او فېشن
ساینسپوهان وايي، ښايي کورونا تر ډېره وخته پورې د انسانانو لپاره ستونزې جوړې کړې او په داسې وضعیت کې به ټولنیز واټن او احتیاطي تدبیرونه د ژوند یوه مهمه برخه وي. له همدې کبله په ټوله نړۍ کې د مراسمو لمانځلو، مېلمستیاوو او جشنونو، مېلو بڼه هم بدله ښکاري.
دې وضعیت ته په کتو سره تکنالوژي شرکتونه او ډیزاینران یا موډ او فېشن طراحان له وېروسه د خوندیتوب چارې ته په کتو سره کالي، ماسکونه او نور فېشن لوازمات ډیزاین کوي.
د امریکا جوډوسې نومي ډیزاینر د راتلونکي لپاره دغه ماسک ډیزاین کړی، چې نه یوازې ټول مخ پټوي، بلکې فېشني هم ښکاري. د لندن پلاستکې فنټاسټک بیا له کورونا د خوندیتوب لپاره (ای سفیر) نوی پوښ چمتو کړی، چې د سټاروارز کرکټرونو یا فضايي مخلوق خولیو ته ورته ښکاري.