ټکسي چلوونکي د پولیسو له رشوت غوښتو وروسته ځان ته اور ورته کړ

د عکس سرچینه، Twaha Kaweesa
په یوګانډا کې د موټر سایکل ټیکسي ۲۹ کلن چلوونکي د پولیسو په یوه مرکز کې ځان ته د اور له ورته کولو وروسته ومړ. د دوشنبې پر ورځ له پلازمېنې کمپالا ۱۳۵ کیلومتره لېرې ماساکا ښارګوټي کې پولیسو د حسین والوګیمبي موټر سایکل نیولی و.
ځینې همکاران یې تور پورې کوي چې پولیسو د موټر سایکل بېرته ورکولو لپاره له والوګیمبي ۴۰ ډالره رشوت غوښتی و. د پولیسو یوه ویاند اوس ویلي، د بډو رشوتونو په تړاو اوس د ترافیکو ټوله څانګه کې پوښتنې ګروېږنې کېږي.
ځینې رپوټونه وايي، والوګیمبي د پولیسو لپاره په ځانګړي استوګنځي کې اوسېد او د ځواک سرتېرو او افسرانو ته یې خواړه رسول.
دغه ډول موټر سایکل چې د ټکسي کار ترې اخیستل کېږي په یوګانډا کې بودا - بودا نومېږي او د افریقا په ډېری هېوادونو کې د بې روزګارو ځوانانو لپاره د عاید یوه مناسبه وسیله بلل کېږي.
اوس په یوګانډا کې د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره پر دغه ډول موټر سایکلونو د سپرلیو پر لېږدولو بندیز لګېدلی.
دوی ته د ګهیځ له شپږ نیمو د مازدیګر تر پنځو بجو پورې یوازې د بار لېږدولو اجازه ورکړل شوې.
پولیس وايي ښاغلي والوګیمبي خپل موټر سایکل د کرایې بدل کې بل ملګري ته سپارلی و او هغه د دوشنبې پر ورځ داسې حال کې نیول شوی، چې سپرلي یې لېږدوله.

د عکس سرچینه، AFP
ویل کېږي ښاغلی والوګیمبي له هغه وروسته وقهرید چې څو ځله د پولیسو مرکز ته له ورتلو وروسته یې خپل موټر سایکل تر لاسه نه کړ.
وروسته نوموړی د سې شنبې پر ورځ په مرکز کې یوې خونې ته ننوت او پر ځان یې د تېلو له تویولو وروسته اور ورته کړ.
رپوټونو کې ویل شوي د پېښې په ځای کې یو پولیس افسر برسېرن سوځلی او دفتري اسناد او کمپیوټرونه هم سوځلي دي.
د ځايي پولیسو ویاند پاول کانګاو وايي، د ترافیکو په ټوله څانګه کې د بډو، رشوتونو په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.


















