تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنانۍ کیندا الخطیب له 'اسرائیلو سره د ټیلېفوني اړیکو' په تور نیول شوې
د فعالې کیندا الخطیب نیول کېدو د لبنانیانو غوسه راپارولې ده. نوموړې د تېرې پنجشنبې په ورځ په عکار ښار کې - چې پکې اوسېده، امنیتي ځواکونو ونیوله.
ځینو ټوېټر کارنو د هغې د نیول کېدو لامل پر ټوېټر د اسرائیلي پوځ د ویاند افیخای ادرعي د ټوېټ بیا خپرول بللی دی.
د سیمه ییزو رپوټونو او د فعالانو په وینا، پر کیندا تور لګول شوی چې ګنې له "دښمن سره یې تیلېفوني اړیکې" نیولې او "نیول شوې خاورې ته یې سفر" کړی دی.
ځینو ټوېټر کارنو د (کینداـخوشې کړئ) هشټګ کارولی او د هغې نیونه یې د "وینا پر ازادۍ برید" او "د فعالانو د غږ ختمولو ترهوونکی سیاست" بللی دی.
ځینو ویلي وېره لري چې لبنان پر یوه "پولیسي دولت" وانه وړي؛ ځکه چې هلته په زور د خلکو غږ تربت کېږي.
ځینو ویلي، مدني فعالان په "جاسوسۍ"تورنېږي چې تر دې وړاندې لبنانی هنرمن زیاد عیتاني هم له ورته برخلیک سره مخامخ شوی و او "د اسرائیلو په ګټه د جاسوسۍ"کولو په تور نیول شوی و.
خو وروسته چې خوشی شو، جوته شوه چې پر هغه د تور لګولو قضیه جعلي وه.
په عکار کې ځینې کسان له کیندا سره د خواخوږۍ لپاره راوتلي او لاریونیانو یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
په مقابل کې، ځینو ټوېټر کارنو کیندا الخطیب جاسوسه بللې او د هغې پر سیاسي اندونو یې نیوکې کړې او دا یې "د مقاومت ضد" او د لبناني ګوندونو پر خلاف بللې دي.