"ولسمشر ټرمپ له جرمني د امریکایي پوځ د ایستلو پلان منلی"

د خپرېدو وخت

امریکایي رسنیو ویلي،‌ ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پلان تائید کړ چې له مخې به یې په جرمني کې مېشت ۹۵۰۰ امریکایي پوځیان تر راتلونکې سپتمبر میاشتې له دې هېواده ایستل کېږي.‌

ولسمشر ټرمپ څو څو ځله د ناټو سازمان پر اروپایي غړو نیوکې کړې دي‌ چې باید پر خپله دعاع ډېر لګښت وکړي.‌

امریکایي رسنیو د یوه حکومتي چارواکي‌ له خولې ویلي، دا پوځیان به یا کوم بل ځای کې ګومارل کېږي، او یا به هم بېرته کور ته ستنېږي.

د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې د امریکا او اروپایي‌ اتحادیانو ترمنځ اړیکې یو څه تاوجنې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، اروپایي‌ هېوادونه باید د ناټو سازمان د فعاله ساتلو لپاره نور پر امریکا ډېره تکیه ونکړي.‌

واشنګټن پوسټ‌ ورځپاڼې د یو نامالوم امریکایي چارواکي له خولې لیکلي،‌ ولسمشر ټرمپ تېره جمعه پنټاګون ته امر وکړ چې په جرمني کې د امریکایي پوځیانو درېیمه برخه له دې هېواده وباسي.

ورځپاڼه وایي، دا پلان له پلې کېدو وړاندې باید د امریکا د دفاع وزارت لخوا هم تصویب شو.‌

سپینې ماڼۍ که څه هم سملاسي دا رپوټونه نه دي تائید کړي،‌ خو ویاند یې جان اولیوټ ویلي،‌ امریکا ژمنه ده چې له جرمني سره په دفاعي‌ چارو کې ګډ کار وکړي.‌

خو ولسمشر د ناټو په ځینو سرمشریزو کې ویلي‌ چې د ناټو لګښتونه پر امریکا یو ډول بوج دی.‌

د ناټو غړو هېوادونو هوډ ښودلی چې تر ۲۰۲۴ کاله به هر غړی هېواد د خپلو کورنیو عایداتو ۲ سلنه پر دفاعي‌ چارو لګوي.‌

د ناټو د خپلو شمېرو له مخې تېر کال د دې سازمان کلنۍ بودیجه ۱ اعشاریه ۸۴ میلیارده امریکایي‌ ډالره وه.‌

په جرمني کې د امریکایي‌ پوځ شتون په دویمه نړیواله جګړه کې د نړیوالو متحدینو بریا او د نازي‌ جرمني ماتې سره تړاو لري.‌

دا مهال په اروپا کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو لویه دسته په جرمنې کې ده،‌ خو امریکا په ایټالیا،‌ بریتانیا او اسپانیا کې هم پوځیان لري.