د امریکا د مرستیال ولسمشر سلاکاره په کورونا وېروس اخته شوې

د خپرېدو وخت

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس یوه لوړ پوړې سلاکاره پر کورونا وېروس اخته شوې. له دې یوه ورځ مخکې د سپینې ماڼۍ د یوه بل کارکوونکي په بدن کې هم دغه ناروغي تشخیص شوې وه.

د ښاغلي پینس مطبوعاتي سکرتره کاتي میلر د جمعې پر ورځ په کوویډ - ۱۹ اخته ثابته شوه.

سپینې ماڼۍ ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پینس به هره ورځ معاینات کېږي او په وینا یې ''د ولسمشر ژغورنې لپاره به هر ممکن احتیاط وشي. ''

په امریکا کې اوس د کوویډ -۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو ټولټال شمېر ۷۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلی، خو بل لور ته یو شمېر ایالتونو د قرنطین محدودیتونو نرمول پیل کړي دي.

د ښاغلي پینس ځانګړې الوتکه ایرفورس - ۲ د جمعې پر ورځ هغه مهال ناڅاپه له واشنګټنه بهر پر ځغاستلیکه تر یوه ساعت ډېره ودرول شوه او د د دفتر شپږ کسان یې ترې کوز کړل شول، چې ښاغلی پینس له مذهبي مشرانو سره د لیدنې لپاره لووا ته روانېده.

د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی ویل شوي، د ښاغلي پینس د دفتر دغه شپږ کارکوونکي مېرمن میلر ته نژدې پاتې شوي دي، خو ولسمشر یا مرستیال ته یې نه دي نژدې شوي.

مېرمن میلر د ولسمشر ټرمپ د سلاکار سټېفن میلر مېرمن ده.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له جمهوريپالو سره د خبرو پر مهال خبریالانو ته د مېرمن کیتي ستاینه وکړه، چې په وینا یې پرلپسې یې معاینات کول، خو په وینا یې 'بیا ناڅاپه یې نن پایله مثبته راوخته. '

په سپینه ماڼۍ کې د دغې ناروغۍ خپرېدو په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل:

''څه چې مو له وسه پورې وي، تر هغه حده باید ټول احتیاطي تدبیرونه وشي. ''

نوموړي دغه راز وویل، د دویمې نړیوالې جګړې د سوبې ورځې یادګاري مراسیمو کې یې ځکه ماسک نه و کاروولی، چې په وینا یې هلته سپین ږیري رضاکار له ده 'کافي لېرې ولاړ وو. '