تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: هره ورځ به د ولسمشر ټرمپ طبي معاینه کېږي
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کورونا وېروس ښکار کسانو شمېر له ۳۸ لکه اوښتی دی، ایټالیا کې چارواکي وايي، د دغه وېروس له کبله د مړو کسانو شمېر ۳۰۲۰۱ تنو ته رسېدلی دی.
دې سره ایټالیا له امریکا او برتانیا وروسته درېیم هېواد دی چې د کورونا وېروس له کبله پکې د مړو کسانو شمېر له ۳۰ زره اوښتی دی. بریتانوي چارواکي وايي، د کورونا وېروس نارغانو معلومولو ورځنیو معایناتو شمېر ۹۷ کسانو ته رسېدلی دی.
د بریتانیا چاپیریال وزیر جارج یوسټس وايي، تېره یوه ورځ کې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله ۶۲۶ کسان مړه شوي دي، چې دې سره په له همدې امله په هېواد کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۲۴۱ ته رسېدلی دی. د چاپیریال وزارت په وینا د جمعې ورځې تر ګهیځ نهو بجو پورې د ۲۴ ساعتونو موده کې ۹۷۰۲۹ کسان معاینه شوي دي.
د چارواکو په وینا د کورونا وېروس تایید شویو ناروغانو شمېر ۲۱۱۳۶۴ تنو ته رسېدلی دی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو ۴۶۳۹ نوي ناروغان هم پکې شامل دي.
بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د کورونا یو ناروغ یې له تشخیص لږ مخکې په دفتر کې موجود و. د چهارشنبې پر ورځ د ولسمشر ټرمپ د ټیم دغه غړي په بدن کې کورونا وېروس تشخیص شو.
له فاکس نیوز سره خبرو کې ولسمشر ټرمپ وویل، دغه کارکوونکی یې په دفتر کې موجود و، خو له دې ویلو سره نوموړي د وېروس لګېدو خطر ته ډېر اهمیت ور نه کړ. د دغه کارکوونکي په بدن کې د وېروس شتون له رپوټ وروسته د امریکا ولسمشر او مرستیال یې مایک پینس دواړو معاینات وشول، چې منفي ول.
اوس اعلان شوی چې دواړه مشران به د اونیز پر ځای هره ورځ معاینات کوي. د امریکا متحدو ایالتونو کې د کورونا وېروس له کبله د بې روزګارۍ کچه چې اپریل کې څلور اعشاریه څلور سلنه وه اوس ۱۴ اعشاریه اووه سلنې ته ختلې ده.
د اقتصادي بحران له کبله نژدې ۲۵ میلیونه امریکایانو دندې له لاسه ورکړې دی. ویل کېږي له ۱۹۸۲ راهیسې دا په هېواد کې د بې روزګارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.
هغه مهال دغه کچه ۱۰ اعشاریه اته سلنه وه. په متحدو ایالتونو کې د کورونا وېروس مخنیوي اقداماتو له کبله په پراخه کچه کاروبارونه تړل شوي دي.
بل لور ته په روسیه کې روغتیا پالان خبرداری ورکوي چې د کورونا وېروس ناروغانو درملنې پر مهال په مناسب انداز خوندیتوب نه لري. ګڼ شمېر روسي روغتیا پالانو له بي بي سي سره د خبرو پر مهال غوښتنه کړې چې نوم یې یاد نه شي.
دوی په دې هکله له برالا خبرو ډارېدل چې له پلازمېنې مسکو بهر روغتونونو کې ماسکونه لږ دي.
ایراني چارواکي وايي، دوی ته امر شوی، چې په تېرو دریو میاشتو کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېرې خپرې نه کړي، خو بل لور ته د دغه هېواد چارواکو اعلان کړي چې پر کورونا وېروس اخته ۱۵۵۶ نویو ناروغانو سره په هېواد کې د ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر ۱۰۴۶۹۱ تنو ته رسېدلی دی.
د هند په اترپردېش ایالت کې بیا د یوه نوي قانون له مخې هغه کس له اوو کلونو تر عمر قید پورې د زندان په سزا محکومېدای شي، چې په لوی لاس دغه وېروس نورو ته ولېږدوي.
بنګله دېش کې د چارواکو له لوري په قرنطین کې له نرمښت سره جوماتونو دروازې پرانیستل شوې او د ایسلنډ چارواکي وايي، له هېواد یې د کورونا وېروس وبا نژدې ختمه کړې ده.