تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا ډېر شو
له چین رپوټونه وايي، دغه هېواد کې له شپږو اونیو وروسته په کورونا د اخته کسانو شمېر بیا ډېر شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې د یکشنبې په ورځ دغه هېواد کې ۱۰۸ کسان په کورنا اخته شوي دي، چې پکې ۹۸ له بهر ورغلي دي.
دې مسلې چین ته په کورنا د اخته کسانو له ورتګ او دغه هېواد کې د کورنا د دویمې څپې د پیلېدو وېره پیدا کړي.
د چین ووهان ښار چې د کورنا وېروس سرچینه بلل کېږي تېره اونۍ له یوولسو اونیو کرنتین وروسته بیا پرانیستل شو.
د رسمي شمېرو له مخې د یکشنبې په ورځ په چین کې د کورنا وېروس له امله دوه کسان مړه شوي دي او دې سره په دغه هېواد کې له کورونا د مړو کسانو شمېر درې زره ۳۴۱ ته ورسېد.
په چین کې تراوسه ۸۲ زره ۱۲۶ کسان په کورونا اخته شوي دي.
دا ډول په چین کې د کورنا نښه لرونکي ۶۱ کسان نوي درج شوي، خو چارواکي وايي، لا یې هم په کورنا د پوره اخته کسانو په ډله کې نه شمېري.
ټوله نړۍ کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر یو میلیون اتو لکو ته رسېدلی، چې پکې له یو لک ۱۴ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
د کورنا وېروس له امله تر ټولو ډېر کسان امریکا کې مړه شوي چې شمېر یې له ۲۲ زرو پورته شوی دی.
له بل هر هېواد په امریکا کې په دې وېروس ډېر کسان اخته شوي چې شمېر یې تر پنځو لکو ۵۵ زرو پورته شوی دی.