هغه فلم چې لس کاله مخکې پکې د کورونا ویروس وړاندوینه شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

نهه کاله وړاندې په چین کې د یوه ناپیژندل شوي او مرګوني وېروس خپرېدو په اړه سینماګانو کې یو فلم نندارې ته وړاندې شو، په هغه وخت کې دا فلم ډېر د پام وړ نه و، خو د کورونا ویروس له خپرېدو سره اوس ددې فلم مینه وال زیات شوي. د یاد فلم سکرېپټ او د اوسني نړۍ حقیقت ترمنځ خورا لوی ورته والی شته.

په هغه وخت کې دې فلم چندان پلور نه درلود، د تکړه فلمي لوبغاړو لکه چون مت دیمن، جود لا، ګوئینټ پالټرو، کیټ وینسلت او مایکل داګلاس سره- سره هغه کال کې یاد فلم د فلمونو د نوملړ ۶۱م ځای خپل کړ.

خو اوس نه یوازې د دې فلم نوم د ګوګل په لټون کې ډېر کتل کیږي، بلکې د اپل د پلورنځي پر یوه په زړه پورې سرلیک هم بدل شوی.

د دې فلم د سټوډیو جوړونکې وارنر برادرز ډله وايي، تېر ډسېمبر یانې کله په چین کې د کورونا وېروس د کشف په اړه راپورونه خپاره شول، دا فلم د دې سټوډیو په نوملړ کې ۲۷۰م ځای خپل کړ.

د درې میاشتو په تېریدو سره یې اوس د هاري پاټر فیلمونو نه وروسته اتم ځای خپل کړی.

د دې چټک پرمختګ لامل ددې فلم داستان دی چې د کورونا د وېروس له خپریدو سره ورته والی لري، سره له دې چې یا فلم یوه لسیزه وړاندې خپور شوی.

په دې فلم کې یوه سوداګره مېرمن (ګوینت پالترو) چین ته په خپل سفر کې په یوه ناپیژندل شوي او مرګوني وېروس اخته کېږي، هغه خپل ژوند له لاسه ورکوي او نړۍ په طبي بحران کې ښکېلوي.

له چین سره د دې فلم اړیکه اوسنۍ پېښې دي چې د دې فلم ننداره چیان یې زیات کړي دي.

بلخوا ددې فلم په اړه د ګوینت پالترو 'اعلان' د دې فلم د مینه والو زیاتېدو کې ښه ونډه درلوده، دې امریکايي لوبغاړې د فبرورۍ په ۲۶ خپل یو انځور خپور کړ چې ماسک یې اچولی و او په الوتکه کې ناسته وه.

نوموړې په خپل انسټاګرام کې لیکلي و: "پاریس ته پر لار، اندېښمنه؟ احتیاط؟ ارام؟ ویرېدلې؟ ټول نیسي؟ اعلانونه؟ پالټرو غواړي په دې سره الوتکه کې ویده شي."

دا لوبغاړې چې انسټاګرام کې یې شاوخوا ۶ میلیونه کسان ګډونوال دي، لیکلي: "زه مخکې په دې فلم کې وم. احتیاط وکړئ. لاسونه مه ورکوئ. لاسونه مو وخت په وخت مینځئ."

ورته والی

دا فلم له واقعیت سره حیرانونکی ورته والی لري.

مېرمن پالټرو هانکانګ کې یوې پخليوانې (اشپزې) ته په لاس ورکولو سره په (MEV-1) وېروس اخته کېږي. دا وېروس دې اشپزې ته له هغه خوګ څخه لېږدېدلی و چې ماښام څكلكى (یو ډول ژوی) یې داړلی و. کله چې نوموړې کورته ستنېږي ناروغېږي او په ډېر لنډ وخت کې مري. زوی یې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو ورپسې معلومیږي چې د هغې مېړه میټ ډېمان د دې وېروس پروړاندې ځوکمن دی.

په واقعي نړۍ کې شننونکي په دې باور دي چې د کورونا نوی وېروس هم په تېر ډسېمبر د چین په ووهان ښار کې له یوه ژوي څخه انسان ته لېږدېدلی دی.

ان باور کیږي چې ددې وېروس اصلي لیږدونکی ماښام څكلكى دی، ورته پېښه په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کې د سارس ویروس له امله هم پېښه شوې وه. دا وېروس هم د یوه ژوي له امله انسان ته لیږدېدلی و.