کریم لالا څوک و او تصویر یې ولې بحثونه راپوته کړي؟

    • Author, ویکي تهیور
    • دنده, بي بي سي هندي
  • د خپرېدو وخت

له مړینې ۱۸ کاله وروسته کریم لالا یوه نوې بڼه غوره کړې. د هند مهاراشټر ایالت کې د شیو سینا نومي سیاسي ګوند یوه مشر سنجې راوت ښايي په غیر قصدي توګه هغه موضوع رابرسېره کړې، چې مخکې پرې خبرې نه کېدې.

نوموړي ویلي، د هند پخوانۍ لومړۍ وزیرې اندرا ګاندۍ له مافیايي مشر کریم لالا سره لیده کاته درلودل او له دې څرګندونو راوروسته د هند په لر او بر کې د کریم لالا د فعالیتونو او ژوند په هکله بحثونه راپورته شوي دي.

د ممبۍ ښار په سویلي 'پای دوني ' سیمه کې د کریم لالا په دفتر کې د نوموړي یو تصویر د ټولو د توجه مرکز دی او پر همدې بنسټ ویل کېږي، چې اندراګاندۍ له کریم لالا سره لیدلي وو.

په ممبۍ ښار کې د داود ابراهیم له (الکپون) کېدو مخکې 'د یادونې ده چې الکپون د نړۍ تر ټولو خطرناک ګینګسټر یا د مافیايي ډلو مشر ته ویل کېږي ' د کریم لالا غوندې خلک په ټولنه کې نه منل کېدل.

حاجي مستان چې د سرو زرو قاچاقبر و، په وزارتونو کې یې له حکومتي چارواکو سره لیدل او د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د تاو تریخوالي کمولو په غونډو کې یې هم ګډون کاوه.

حاجي مستان او کریم لالا دواړو د ژوند وروستۍ ورځې، شپې خپلو تنظیمونو ته ځانګړې کړې وې.

حاجي مستان د 'دلت مسلم سرکشا سنګ ' په نامه سیاسي تنظیم رامنځته کړی و او کریم لالا د 'پښتون جرګه هند ' په نامه تنظیم جوړ کړی و.

د دغې جرګې هدف له هغو پښتنو سره مرسته کول و، چې له افغانستانه هند ته تللي. لالا خپله هم یو پښتون و، چې په کم عمرۍ کې هند ته تللی و.

نوموړی په فکر توګه له باچا خان (خان عبدالغفار خان) اغېزمن و، خو لاره یې د ګاندي او باچا خان له تګلارې جلا وه.

عبدالکریم چې په کریم لالا مشهور شو، هند ته له تلو څو کاله وروسته د قیمار یا جوارۍ کلبونه جوړ کړل.

هغو کسانو به د کور سود، سودا لپاره د لالا له کسانو پور اخیست چې د ده په کلبونو کې به یې پېسې وبایللې.

لالا لومړي سر کې په دې اند و، چې د سود بدل کې پور ورکړي، خلک به ترې پور نه اخلي، خو وروسته یې ولیدل چې د هرې میاشتې تر لسمې نېټې به یې د سود له پیسو خورجین ډک شو، ځکه یې د سود بدل کې د پور ورکول پیل کړل.

لالا به وروسته هغه کسان د خپلو کسانو په ملګرتیا په زور له کرایي کورونو ایستل چې د کورونو پرېښودلو ته نه چمتو کېدل.

۵۰ کلنۍ ته تر رسېدو پورې لالا ډېر شهرت وموند.

دغه وخت یوه مینه وال د ډالۍ په توګه داسې عصا یا لکړه ورکړه، چې د سرو زرو کار پرې شوی و او لالا به ګرځوله.

لالا به په سیاسي غونډو یا میلمستیاوو کې دغه لکړه یو ځای کېښوده او خپله به یوه بله خوا ګرځېده، خو نه یې چا لکړې ته د لاس وروړلو جراات کاوه او نه هم پر هغه ځای کېناستل چې د لالا لپاره ځانګړی بلل کېده.

وروسته یې ځینې ملګرو د همدې لکړې په وسیله له کرايي کورونو د انکار کوونکو ایستلو کار اخیست.

دوی به د هغه کور دروازه کې د لالا لکړه کېښوده، چې غوښتل یې له کوره یې وباسي او همداسې به کېدل. وروسته دغه لکړه د کرايي کور پرېښودلو اعلان بلل کېده.

د کریم لالا د رعب او اغېز تر څنګ هغه ته د یوه داسې کس په سترګه کتل کېدل، چې انصاف خوښوي او مخور مشر دی.

د ممبۍ کماټي پورې سیمې چې د بدلمنۍ کاروبار لپاره مشهوره وه، یوه اوسېدونکې ښځه ګنګو بايي کوټې والې یوه ورځ له شکایت سره لالا ته ورغله.

ګنګو بايي لالا ته شکایت وکړ، چې شوکت خان نومي یوه سړي پرې دوه ځله جنسي تېری کړی.

کریم لالا نه یوازې دغه ښځه وژغورله، بلکې خپل کسان یې د شوکت خان وهلو ټکولو لپاره واستول.

له هغه وروسته دا کیسه مشهوره شوه، چې ګواکې ګنګو بايي کریم لالا خپل ورور وباله او د هغه تر لاس یې د (راکي) په نامه تار تړلی و 'چې د هندوانو له دود سره سم یې خویندې د وروڼو تر لاس تړي. '

ډېرو ته معلومه نه ده، چې ممبۍ کې د مافیايي فعالیتونو په ډېرېدو کې د کریم لالا ونډه جووته وه. کریم لالا له حاجي مستان سره اړیکي تاوده کړل او د سرو زرو په قاچاق کې یې له هغه سره د مرستې ژمنه وکړه.

د کریم لالا له مرستې پرته به د حاجي مستان لپاره ګرانه وه، چې په یوازې سر د زرو قاچاق کې دومره مهم ځای خپل کړي.

د دې تر څنګ که د داود ابراهیم پلار کانسټیبل ابراهیم کاسکر د حاجي مستان او کریم لالا ملګرتیا نه وای کړې، ښايي داود ابراهیم هم مافیايي نړۍ ته مخه نه وای کړې.

که څه هم ابراهیم کاسکر له حاجي مستان او کریم لالا مالی مرسته نه غوښته، خو د زوی تګلاره یې بېله وه. داود ابراهیم له دواړو مرسته اخیسته او بالاخره یې د دواړو اغېز هم کم کړ.

په هند کې د (بېړنیز حالت) له اعلانه وروسته حاجي مستان او کریم لالا دواړه ونیول شول او له دې وروسته یو نوی دور پیل شو.

اووه فوټه لوړ، دنګ کریم لالا د خپلې ونې، سفاري ډوله دریشۍ او تکو تورو عینکو لپاره مشهور و او تر دې وخته نو داود ابراهیم د یوه مافیايي مشر په توګه مشهور شوی و، چې پښتانه یې په نښه کول.

داود ابراهیم که څه هم د کریم لالا وراره او صمد خان او ځینې نور نژدې خپلوان ووژل، خو هېڅکله یې کریم لالا نه دی په نښه کړی.

دوی دواړو وروسته په مکه کې سره ولیدل، یو بل یې په غېږ کې ونیول او روغه جوړه یې وکړه.

حاجي مستان او کریم لالا په خپلو نژدې خلکو کې مخور بلل کېدل او مراسمو ته به بلل کېدل. ښايي دوی په همداسې مراسمو کې له اندرا ګاندۍ سره تصویر اخیستی وي، البته کریم لالا هېڅکله له قانونه نه دی تښتېدلی او د جرمونو نوملړ یې هم ډېر اوږد نه و.

په نویمه لسیزه کې په زوره د یوه کرايي کور خالي کولو په تور نیول شوی و.