هند کې ګران بیه لوړ پوړې ودانۍ په باروتو والوځول شوې
هندي چارواکو د هېواد په سویل کې د یوه جهیل پر غاړه د استوګنې اپارتمانونو دوې لوړ پوړې ودانۍ نړولې دي. چاوراکي وايي، دغه ودانۍ د چاپیریال ساتنې اصولو له مراعتولو پرته ودانې شوې وې.
په سویلي کیرالا ایالت کې د دغو ودانیو اوسېدونکو ورته کتل چې کورونه یې په څو ثانیو کې د خاورو، خځلو په ډېرۍ بدل شول.
تېر کال د چاپيریال ساتنې اړوند یوې کمېټۍ وویل، دغه ودانۍ د ساحلي سیمو ساتنې له قوانینو سره په ټکر کې دي او د هند سترې محکمې یې د ویجاړولو امر وکړ.
چارواکو ویلي، د یکشنبې پر ورځ به دوې نورې دغسې لوړ پوړې ودانۍ ونړوي.
دې لړ کې د ۳۴۳ اپارتمانونو نړولو پروګرام دی، چې نژدې ۲۰۰۰ کسانو پکې ژوند کاوه. دا په هند کې د استوګنې کورونو نړولو تر ټولو لوی پروګرام بلل کېږي.
د ایچ ۲۰ هولي پیت کمپلکس په نامه ودانۍ لومړنۍ هغه وه چې د شنبې پر ورځ ونړول شوه. چارواکو د کنټرولېدونکو باروتو پر مټ په څو ثانیو کې دغه ۱۹ پوړیزه ودانۍ په ډیران بدله کړه.
د کیرالا ایالت سمندرغاړو چاپیریال ساتنې ادارې (کي سي زیډ ایم اي) مسئولان وايي، د دوی له منظورۍ پرته د دغو ودانیو جوړولو جوازونه ځايي ادارې ورکړي وو.
دوی وايي، په هغه سیمه کې چې دغه ودانۍ پکې درول شوې، د هېڅ نوې ودانۍ جوړولو اجازه نه شته.
په دې ودانیو کې ګڼو کسانو کورونه اخیستي و، چې د یوه بانک رییس په خبره په 'الفا سیرین ' نومې یوې دغسې ودانۍ کې یې د نژدې ۷۰ زره امریکايي ډالرو بدل کې کور اخیستی و.

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړی وايي، یوه ګاونډي یې تېر کال د ۱۷۶ زره امریکايي ډالرو بدل کې خپل کور وپلوره، خو په مې میاشت کې سترې محکمې د چاپیریال ساتنې ادارې دریځ تایید کړ او د دې ودانیو ورانولو امر یې وکړ.
سترې محکمې دغه ودانۍ د چاپیریال لپاره 'خورا ستر زیان ' بللې وې.
د ودانیو یو شمېر اوسېدونکو د محکمې له پرېکړې وروسته د خپلو کورنو له خوشي کولو انکار وکړ، خو چارواکو یې د برېښنا او اوبو لاینونه پرې کړل، چې اوسېدونکو ته د دې ودانیو له پرېښولو پرته بله چاره پاتې نه شوه.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ایالتي حکومت ته امر شوی، چې د 'موقت جبران ' په توګه زیانمنو اوسېدونکو ته ۳۵ زره ډالره ورکړي.



















