ایا واده د ښځې د بریا لپاره اړین دی؟

ناوې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ثنا اصف ډار
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

بي بي سي له یو شمېر پاکستانیو ښځو سره په دې موخه خبرې کړې چې د یوې ښځې په بریا کې د مېړه رول څنګه او څومره مهم دی او بې واده ښځو سره ټولنه څنګه چلند کوي او ایا ناواده شوې ښځې ځان بریالۍ بولي؟

په پیل کې به د ۳۳ کلنې طلاق شوې خدیجه رحمان کیسه ولولو، چې بې مېړه اولاد پالي.

''طلاق مې د ژوند مهم پړاو و. ښايي زما په ژوند کې طلاقېدل تر ټولو ناوړه پېښه وه. راته ویل یې، بل واده وکړه، له سړي پرته ژوند نه شې کولای، خو نه مې غوښتل په یوه واده پسې بل وکړم. ډېره خواشینې وم، خو دومره پوهېدم چې د بل واده کولو پرېکړه راته مناسبه نه وه، ځکه پوهېدم چې ژوند مې د بل واده پر ځای له اقتصادي پلوه پر پښو درېدو سره ژغورل کېده. زه په دې باور لرم چې واده یا له یوه سړي سره ګډ ژوند ستاسې د کامیابۍ تضمین نه کوي.''

ثنا زبیري
د عکس تشریح، ثنا زبیري وايي، ځینې خلکو ته بې واده ښځه مظلومه ښکاري

ثنا زبیري چې اسلام اباد کې د مخابراتي اړیکو برخه کې دنده لري او تر اوسه یې واده نه دی کړی وايي، له تعلیم او دندې لرلو سره سم د ښځو لپاره واده تر ټولو مهم بلل کېږي.

نوموړې وايي:

''ځینې خلکو ته (ناواده ښځه) ډېره بېچاره ښکاري. د دوی نیت ښه وي، خو عجیب معلومېږي چې یو څوک د ترحم له جذبې سره درسره غږیږي. ځینې پوښتنه کوي، ولې دې واده نه دی کړی، داسې څه پېښ شوي دي؟ نو کله نا کله خو انسان داسې پوښتنو ته ځواب نه لري.''

دې ته ورته خبره ۳۸ کلنې امنه یاسر هم وکړه، چې واده شوې او دوه ماشومان لري. دا وايي، له واده مخکې یې دنده درلوده او د واده لپاره پرې فشار و:

خپلوانو او دوستانو به راته ویل، واده وکړه، عمر دې تېرېږي، خو زه له ژونده ډاډه وم، دنده مې درلوده او خپلواکه وم او په ژوند کې مې د واده نشتوالی نه محسوساوه.

ناواده شوې ښځې په اقتصادي ډګر کې له څه ډول ستونزو سره مخامخېږي؟

خدیجه رحمان وايي، له طلاق وروسته یې ناوړه خبرې اورېدلې
د عکس تشریح، خدیجه رحمان وايي، له طلاق وروسته یې ناوړه خبرې اورېدلې

ثنا وايي:

''بې شکه په ژوند کې انسان بریا مومي، خوښ وي، ډېر داسې پرمختګونه کوي چې نور یې نه شي کولای، خو ټولنه بیا بیا در په زړه کوي چې بالاخره انسان خپله هم محسوسوي چې په ژوند کې یې څه کم دي او خلک همدا غواړي چې ته باید دغه لږوالی محسوس کړې.''

نوموړې وايي، په شل کلنۍ کې یې عجیب متلونه اورېدل او بېلګې ورته ویل کېدې. په خندا یې وویل:

'ما ته ویل کېدل چې ته یو ټاکلی عمر لرې، که ناوخته کړې، بیا به (تاریخ تېره) شې. ته د ګولپي د ګل غوندې یې، که ډېر وخت درباندې تېر شي، مړاوې کېږي.''

نوموړې وايي، ټولنه د نجونو او د دوی مور، پلار په زړونو کې یو ډار وراچوي، چې که سملاسي یې واده نه کړي، بې واده به پاتې شي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته خدیجه وايي، له طلاقېدو وروسته یې د ځینو خلکو اصلي څېره ولیده:

''خدای تعالی دې نه کړي، چې هېڅوک هغه خبرې واوري چې یوه طلاقه شوې ښځه یې اوري. خلک به ګواکې خواخوږي درسره څرګندوي، خو حقیقت دا دی چې ایکې یوازې خپله هغه ښځه دا هر څه ګالي. ځینو ته خو بې مېړه ښځه داسې ښکاري چې ګواکې لاسرسی ورته اسان دی او هر څوک ورته لاسرسی لري.''

ثنا وايي:

'' زموږ ټولنه کې ښځې ته نه یوازې مناسب حیثیت نه ورکول کېږي، بلکې یو رول ورته ټاکل شوی دی، چې مسئولیت یې ګواکې تر پخلنځي پورې محدود دی یا د مېړه او ماشومانو پالنه ده او د دندې خبره یې وروسته راځي. خلک خپلواک فکر لرونکې ښځې نه خوښوي. زه د واده ضد نه یم، خو له هغه چا سره چې واده کوم، فکري همغږي باید سره ولرو، له هوکړې وروسته باید واده وشي. داسې فکر باید و نه لرو چې د یوه جوړ جاړي له مخې واده کوم.''

امنه یاسر وايي، کورنۍ پرې فشار راوړ چې د عمر له ډېرېدو مخکې باید واده وکړي
د عکس تشریح، امنه یاسر وايي، کورنۍ پرې فشار راوړ چې د عمر له ډېرېدو مخکې باید واده وکړي

امنه له دې خبرې سره موافقه نه ده. هغه واي

''دنده بېرته هم موندل کېږي، خو له ماشومانو سره تېر شوی وخت بېرته نه راځي، ځکه مې له ډېر غور وروسته پرېکړه کړې چې خپلو ماشومانو ته باید وخت ورکړم.''

نوموړې مني چې دنده لرونکې ښځې ماشومانو ته بشپړه توجه نه شي ورکولای، ځکه په وینا یې په دفتر کې له اته یا نهه ساعته فعالیت وروسته د ماشومانو پالنې ته مناسب وخت نه پاتې کېږي.

بل لور ته جدیجه رحمان وايي، بې واده پاتې کېدل یا طلاقېدل ورته اوس لویه ستونزه نه ده:

''ډېری نجونې فکر کوي، چې له طلاق وروسته یې ژوند کې نور څه نه دي پاتې، خو داسې نه ده، بلکې ښځې او نجونې باید خپل ځان ژوند ته وهڅوي.''

ثنا له خپله ژونده ډاډه معلومېږی او ځان ورته بریالی انسان ښکاري. نوموړې وايي:

'' مناسبې زده کړې مې کړې، کاري تجربه لرم، وړتیا لرم او شخصاً ځان بریالی بولم.''

بل لور ته خدیجه هم نژدې ورته خبره کوي:

''له طلاقېدو سره هم ځان ناکام نه راته ښکاري. هره ورځ راته نوې ده، کله ډېره بریالۍ یم او کله بیا هڅه کوم، خو نابریالۍ نه یم. اوس له ژونده ډاډه یم، ښايي له دې پړاونو باید تېره شوې وای، چې دې حالت ته ورسېږم.''

خو د دې دواړو ښځو برعکس امنه یاسر له واده وروسته ځان بریالی بولي:

''زما لپاره کورنۍ او ماشومان لومړیتوب لري. زما په اند هغه ښځه بریالۍ ده چې واده وکړي او ماشومان یې ترې خوښ وي. ما ته ځان له واده وروسته بریالی ښکاري.''

نوموړې وايي، خسرګنۍ یې د کار کولو یا نه کولو لپاره پرې فشار نه دی راوړی، خو په وینا یې د دندې پر ځای ماشومانو د وخت ورکولو له کبله یې د خسرګنۍ خلک ستاینه کوي.