د ښځې او خاوند ترمنځ د عمر توپیر: ټولنه څه فکر کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ثنا اصف
- دنده, بي بي سي - اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
په پاکستانۍ ټولنه کې د واده پر وخت دې خبرې ته ډېر پام کېږي چې د ښځې او خاوند د عمرونو ترمنځ توپیر څومره دی. عموماً رواج دا دی چې مېړه باید له مېرمنې یو څو کاله مشر وي.
که یو هلک یا سړی له ځانه مشرې ښځې یا نجلۍ سره واده وکړي نو سختې نیوکې ورباندې کېږي. همدا رنګه که یوه نجلۍ د پاخه عمر سړي سره واده وکړي نو هغې ته هم په ښه سترګه نه کتل کېږي.
په دا ډول جوړو پسې مخامخ او یا هم د دوی تر شا خبرې ډول ډول خبرې کېږي او ان منلډې پرې وهل کېږي.
بي بي سي له دوه همداسې جوړو سره خبرې کړې دي، چې د ښځې او خاوند د عمرونو ترمنځ د کلونو توپیر دی. دا جوړې پر خپلو تجربو او د ټولنې پر ذهنیت او غبرګون غږېدلې دي.
له مېړه ۳۵ کاله کشره:

د عکس سرچینه، Getty Images
د لاهور اوسېدونکې مېرمن طاهر له خپل مېړه ۳۵ کاله کشره ده. نوموړې وایي، کله چې یې د خپل دوه برابره عمر لرونکي سړي سره د واده پرېکړه وکړه نو خلکو ورته ویل چې ماغزه یې خراب شوي دي.
مېرمن طاهر وایي، تر ټولو سخت مخالفت یې د مور لخوا و. مور یې په دې اړه جدي اندېښنې درلودې، او ځینې اندېښنې یې بېځایه هم نه وې. بلاخره په ډېرې خوارۍ یې خپلې کورنۍ ته قناعت ورکړ چې پرېکړه یې ومني.
خو کله چې یې د دفتر همکاران او ملګرې خبرې شوې نو د مېرمن طاهر او د هغې د مېړه په اړه یې ځینې ناسمې خبرې پیل کړې.
مېرمن طاهر وایي، له ۳۵ کاله مشر سړي سره د واده له پرېکړې وروسته خلکو له هغې سره بل ډول چلن کاوه.
پخپله طاهر صاحب څه وایي؟
مېړه یې طاهر وایي، کله یې چې ملکرو ته وویل چې له ځانه ۳۵ کاله کشرې نجلۍ سره واده کوي نو هغوی دا یوه ستونزه وبلله، خو بیا هم ورته کومه لویه خبره نه وه.
د دوی له واده درې کاله تېر شوي او تر اوسه اولاد نه لري، او ډېر کله ورنه په دې اړه پوښتنې هم کېږي. مېرمن طاهر خپله یوه ترخه تجربه راسره شریکه کړه، چې تر اوسه یې په یاده ده.

د عکس سرچینه، Thinkstock
نوموړي وایي، د اولاد لپاره په روغتونونو او ډاکټرانو ګرځېدل. یوه ورځ یوه ډاکټر یې مېړه ته وویل، "په دې عمر کې ته څه غواړې؟".
مېرمن طاهر وایي، له هغې ورځې راهیسې دوی بیا هېڅ ډاکټر ته نه دي ورغلي.
له مېرمنې ۱۲ کاله کشر:
د اسلام اباد اوسېدونکی سعید علي له خپلې مېرمنې ۱۲ کاله کشر دی. سعید وایي، اووه کاله مخکې یې پخپله خوښه وغوښتل چې له ځانه مشرې ښځې سره واده وکړي.
په پیل کې یې کورنۍ حیرانه شوه او بحث یې ورسره پیل کړ، خو اخر یې هم د ده پرېکړې ته غاړه کېښوده.
مېرمن یې تر دې پخوا هم واده شوې وه. هغې وویل، په پیل کې چې کله سعید ورته د واده خبره یاده کړه نو دا چمتو نه وه، ځکه نه یې غوښتل چې بیا واده وکړي. خو وروسته یې په دې اړه له خپلې کورنۍ سره مشوره وکړه او د هغوی غبرګون ډېر عادي و، او بده یې ونه ګڼله.

د عکس سرچینه، Getty Images
سعید وایي، کله یې چې ملګري خبر شول چې مېرمن یې تر ده ۱۲ کاله مشره ده نو کم بد غبرګون یې ونه ښود، خو یو څه حیران شول.
سعید هم یوه ترخه تجربه لري. وایي یو ځل یې په څه خبره له خپلې مېرمنې سره جنجال وکړ. وروسته یې خپل تره زوی ته حال ووایه. هغه په ځواب کې ورته وویل:
"چې په عمر کې مو دومره ډېر توپیر وي نو داسې جنجالونه خو به خود رامنځته کېږي. دا واده ډېر نه ټینګېږي".
د تره زوی ځواب سعید حیران کړ. دی وایي، خلک فکر کوي چې دا ډول ودونه ښه نه دي او یوه ورځ نه یوه ورځ به ختمېږي.


















