یو خیالي هېواد د امریکا د "ملګرو هېوادونو" په نوملړ کې راغلی

واکنډا په یوه خیالي کیسه کې یاد شوی هېواد دی چې د تور پړانګ په نامه خیالي رول پلرنی ټاټوبی دی. دغه رول پروسږ کال د یوه فلم برخه و

د عکس سرچینه، MARVEL/DISNEY

د عکس تشریح، واکنډا په یوه خیالي کیسه کې یاد شوی هېواد دی چې د تور پړانګ په نامه خیالي رول پلرنی ټاټوبی دی. دغه رول پروسږ کال د یوه فلم برخه و
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا د کرڼې وزارت د واکنډا په نامه خیالي هېواد د وړیا ګمرکي تعرفې لپاره د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی. د امریکا دغې ادارې یوه ویاند ویلي، د کارکوونکو تمرین پر مهال په تېروتنه د واکنډا سلطنت په نامه هېواد د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی و، چې اوس یې لېرې کړی دی.

د ادارې انلاین ګمرکي تعرفې څانګه کې د خرو، هیلیو او غواوو په ګډون د یو شمېر داسې څارویو او څېزونو نومونه لیکل شوي چې ګواکې دواړه هېوادونه یې خپلمنځي سوداګري کوي.

د عجایبو کاینات په نامه خیالي کیسو کې واکنډا په ختیځه افریقا کې د دغو نکلونو د تور پړانګ نومي اتل پلرنی ټاټوبی بلل شوی دی.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د خیالي هېوادونو نومونه په واقعي نړۍ کې یادېږي. ۲۰۱۷ کال کې د پولنډ هغه مهال بهرنیو چارو وزیر ویتولد واسزېکوسکي خبریالانو ته وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیتوب تر لاسه کولو هڅو په لړ کې یې د بیلایز او ایسکوبار هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

نوموړي د دغو هېوادونو نومونه داسې حال کې یاد کړل چې له سره د ځمکې پر سر شته نه. خو ځینو نورو بیا د داسې هېوادونو له نومونو انکار کړی چې په نړۍ کې موجود دي.

د بېلګې په توګه ۲۰۰۴ کال کې اروپايي ټولنې د برتانیا په ګډون د غړو هېوادونو په اړه د معلوماتو یو لارښود خپور کړ، چې د ویلز نوم پکې نه و یاد شوی.

امریکايي چارواکو له هغه وروسته له خپل لېسته د دغه مجازي هېواد نوم لېرې کړ، چې ځايي رسنیو یې په اړه معلومات خپاره کړل او د طنز په ژبه یې ورسره ولیکل چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه جګړه پیل شوې ده.

واکنډا لومړی ځل په ۱۹۶۶ کال کې د انځوریزو کیسو په یوه کتاب کې یاد شو او بیا تېر کال په یوه اسکر جایزه ګټونکي فلم کې د تور پړانګ له رول سره یو ځل بیا ذهنونو کې تازه شو.

د نیویارک یوه سوفټویر انجنیر فرانسس څینګ لومړی ځل د یوه اسکالرشپ لټون پر مهال د بېلا بېلو هېوادونو سوداګریزو تعرفو په لیست کې د واکنډا نوم هم وموند.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړي رویټرز خبري اژانس ته وویل، په رسمي لیست کې د دغه هېواد نوم حیران کړ او دا چې فلم یې لیدلی و، ځکه یې سملاسي تېروتنې ته پام واوښت.

د واکنډا له نوم لرې کولو وروسته یوه حکومتي ویاند واشنګټن پوسټ ورځپانې ته وویل، دغه نوم د کارکوونکو تمرین لپاره استعمال شوی و او داسې تمه نه کېده چې په انلاین خپاره لیست کې به ځای ورکول کېږي.