بنګله دېش ولې ټینګار کوي چې پاکستان په جنګي جرمونو بښنه وغواړي؟

    • Author, فرحت جاوید
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

بنګله دېش بیا بیا له پاکستان غواړي چې له بنګله دېشي ولس بښنه وغواړي.

دوی تور لګوي چې د پاکستان پوځ پر۱۹۷۱ کال اوسني بنګله دېش یا پخواني ختیځ پاکستان کې جنګي جرم کړی دی.

پاکستان دا تورونه ردوي، خو اول ځل یې پر ۱۹۷۴ کال له بنګله دېش بښنه غوښتې وه.

شمله تړون وروسته خبرو کې ۱۹۷۴ کال ځانګړی اهمیت لري. پاکستان بنګله دېش په رسمیت وپېژاند او هند د پاکستان پوځي بندیانو خوشيول پیل کړل.

پاکستان هم جنګي بندیان او هغه مهال لوېدیځ پاکستان کې بندي بنګالیان ټول ستانه کړل.

خو بنګله دېش وویل چې د پاکستان د ځینې لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون سرتېرو خلاف جنګي جرمونو د کولو دوسیې پرانیځي، چې پاکستان پرې سخته اندېښنه وښوده.

ځواب کې پاکستان هم د دوو سوو نیول شویو کسانو په هکله وویل، چې ختیځ پاکستان بېلولو سازش او مهمو مالوماتو تبادله کې لاس لري.

دې سره د دواړو خبرې په بندیانو چورلېدې، چې پکې پاکستان اړ شو بنګله دېش په رسمیت وپېژني او بښنه وغواړي، ځواب کې بنګله دېش هم د ۱۹۵ جنګي بندیانو خلاف دوسیې پیل نه کړې او پاکستان ته یې وسپارل.

دواړو راتلونکي کې له یو بل سره د همکارۍ ژمنه هم لاسلیک کړه. دې درې اړخیزو خبرو کې شوی تړون د پاکستان، بنګله دېش او هند بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ.

د تړون له مخې د پاکستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو له بنګله دېشي قوم بښنه غواړي، تېر دې هېر شي او مخ په وړاندې ګامونه دې پورته شي.

خو د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر د خپل لومړي وزیر د پیغام اورولو سره وویل، هغوی له بنګله دېش غوښتي چې تېر هېر کړي، بښنه وکړي او مخ په وړاندې لاړ شي: د بنګله دېشي قوم له لوري بښنه کول خوب دی.

بیا چې د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف بنګله دېش ته لاړ د جګړې یادونه یې وکړه او هغه وخت د بنګله دېشي ولس پر حالت خواشیني وښوده.

خو بیا ولې بنګله دېشی ولس د بښنې غوښتنه کوي؟

بي بي سي د دې ځواب موندلو لپاره د پاکستان او بنګله دېش له څو کسانو سره خبرې کړې دي.

د پاکستان یو لوړپوړی ډيپلوماټ اشرف قریشي ډاکه کې د خپلې دندې پر مهال د ۱۹۷۴ کال تړون یادوي: د ۱۹۵ بندیانو د خوشي کولو په رڼا کې شوي تړون کې ښکاره لیکل شوي چې لومړی وزیر بنګله دېش ته لاړ شي او له خکو د تېر په تېر غوښتنه وکړي.

دا تړون د پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو پر مهال شوی و.

اشرف قریشي وايي، دا تړون د بنګله دېش د بهرنیو چاروو زیر لاسلیک کړی او لیکلي د بنګله دېش لومړي وزیر هم ولس ته دا پیغام ور کړ چې هېرول څنګه وي او د ښه نیت لپاره یې ۱۹۵ بندیان خوشي کړل.

خو د بنګله دېش مخکښ تاریخپوه افسان چودري وايي، بنګله دېش کې داسې انګېرل کېږي چې هغه تړون د پاکستان او هند ترمنځ و، ځکه دوی له هغه حالت وتل غوښتل او بنګله دېش پکې شاملول پکار و.

نوموړی زیاتوي، هغه وخت نیویارک ټایمز په رپوټ کې دا د اوړو پزه جوړول او 'د عزت ساتلو لار وبلله' خو د بنګله دېش خلکو ته ډاډمنوونکې نه وه، د پنځوسو کلونو تېرېدو وروسته هم دا لویه مسله ده، زما په نظر هغه وخت چې کومه بښنه غوښتل شوې اوس څه ګټه نه لري، ځکه هغه وخت ولس په دې سخته نیوکه کوله چې دا ریښتیا هم بښنه ده که نه.

اشرف قریشي وايي، دواړو لورو تېروتنې کړې او حالات یې خراب کړی و، دواړو لورو ته له جګړې او ظلم اغېزمن شته او دا پوښتنه هم کېږي چې له دې جګړې مخکې څه پاکستاني پوځیان هم وژل شوي وو، نو بنګله دېش هم بښنه غواړي.

هغه وايي، پروېز مشرف هم د بنګله دېش د سفر پرمهال خواشیني وښوده او ویې ویل چې د پاکستان وروڼو خویندو ته خبرې کوي.

خو فسان چودري وايي، د پروېز مشرف له سفر هم بنګله دېشیانو ډېرې هیلې درلودې:

"زما په اند، دا پوهېدل پکار دي چې د بښنې مطلب دا نه دی چې موږ بښنه غواړو، موږ دا وکړل. د دې مطلب ډېر ژور دی. ځکه ډېر خلک وژل شوي، څو کورنۍ له منځه تللې، ځکه د یوې ټولیزې بښنې اړتیا ده، دې ته تاسو ښايي په قانوني ډول بښنه ووایئ، خو خلک یې بښنه نه بولي، هغه تړون کې هم ذوالفقار علي بوټو وویل، چې بنګله دېشیان دې تېر شي، خو وږ پوهېږو چې ذوالفقار علي بوټو د هغو حالاتو مسوول و."

هغه زیاتوي: "بنګله دېش په دې پوهېږي چې څه پر ۱۹۷۱ کال وشول، ټول د یو پلان له مخې و، ځکه دا غواړي مسوول وپېژندل شي."

د پاکستان او بنګله دېش حکومتونه به بښنه وغواړي یا نه، خو کارپوهان وايي، بنګله دېشي اغېزمنو څو دردوونکې لسیزې تېرې کړې چې اوس یې جبرانول ناشوني دي.

د دوی په خبره، غوره او بهترینه لار ځوانانو ته پوهاوی ور کول او د خلکو ترمنځ اړیکي جوړول دي.