"د پاکستان حکومت به ستره محکمه کې د جنرال مشرف دفاع کوي"

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت یو شمېر وزیران او د دې هېواد لوی څارنوال وايي، د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف په قضیه کې نوموړی نه دی اورېدل شوی او په خبره يې ناانصافي ورسره شوې ده.

د پاکستان لوی څارنوال ویلي، دوی به د دغې پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته د پروېز مشرف په عریضه کې د هغه مرسته کوي.

په داسې حال کې چې پرون 'سه شنبه ' د پاکستان پوځ د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف ضد د ځانګړې محکمې پر پرېکړه د غم او غوسې څرګندونه کړې، هملته د لومړي وزیر عمران خان حکومت ویلي، سترې محکمې ته د ښاغلي مشرف په خواست کې به د هغه مرسته کوي، ځکه چې په خبره يې نوموړی نه دی اورېدل شوی.

لوی څارنوال انور منصور وايي، د دوی حکومت کې باید له هر وګړي سره انصاف وشي.

''د دې حکومت نظر دا دی، چې هر چا ته که يې څه غلط هم کړي وي، نو باید انصاف ورته ورسېږي. دا هغه حکومت دی، چې له اساسي قانون څخه پر سرغړونه يې ډېر سخت دریځ دی، خو له دې سره هم دا حکومت وايي، چې هغه تورن کس چې انصاف نه ورسره کېږي، نو دغه حکومت به د هغې ناانصافۍ پر ضد درېږي.''

د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پروېز مشرف پرون سې شنبه په اسلام اباد کې یوې ځانګړې محکمې د اساسي قانون د ماتېدو او خیانت په تور د مرګ په سزا محکوم کړ، چې د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو يې هرکلی وکړ، خو ځينو ګوندونو او حکومتي وزیرانو او د پاکستان پوځ پردغې پرېکړې غم او غوسه څرګنده کړې.