تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا هوايي اډو کې د سعودي زدکوونکو پر الوت بندیز
امریکا د خپلې خاورې په پوځې اډو کې د سعودي عربستان د هوایي ځواک د سلګونو پوځي زدکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي.
دا ګام یې په فلوریډا کې د جمعې ورځې له خونړي برید وروسته اخیستی دی.
د دغو سعودي پوځي زدکوونکو ټولې روزنیزې الوتنې ځنډول شوې خو په ټولګیو کې د دوی زدکړې دوام لري.
تېره جمعه د امریکا په فلوریدا کې د سعودي د هوایي ځواکونو د یوه عسکر په ډزو د امریکا د سمندري ځواکونو درې سرتېري ووژل شول.
بریدګر بیا د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
له دغه برید وروسته د امریکا دفاع وزیر د امنیتي مقرراتو د بیا ارزونې امر وکړ.
د امریکا جنایي څیړنو فدرالي اداره اېف بي ای وایي، هڅې روانې دي چې د بریدګر د برید انګیزه روښانه شي.
د دغې قضیې څارنوالان وایي، دوی انګیري چې دا پیښه به ترهګریزه وي.
په پنساکولا کې د سمندري ځواکونو په اډه کې برید د امریکا او سعودي اړیکو ته ټکان ورکړی دی.
په دې وروستیو کلنو کې د امریکا او سعودي اړیکي په یمن کې د سعودي د پوځي عملیاتو او د سعودي د یوه خبریال جمال خاشقجي له وژلو وروسته ترینګلي شوي دي.
د امریکا د پوځ یو ویاند مګان ایزاک بي بي سي ته ویلي، له دوشنبې راهیسې د خوندیتابه تدابیر نیول شوي او د فلوریډا د سمندري ځواکونو په اډه کې د سعودي د ۳۰۳ پوځي زدکوونکو الوتنې هم درول شوې دي.
بلخوا د امریکا د دفاع وزارت یو ملکي ویاند بي بي سي ته وایي، په ټوله امریکا کې د سعودي زدکوونکو الوتنې بند شوې دي.
د پنټګان یوه لوړ پوړي چارواکي امریکایي ټلویزیون سي بي اس ته ویلي، د الوتنې اړوند زدکړو ځنډ به له پنځو تر لسو ورځو دوام ومومي.
امریکایي چارواکو ویلي، پنټګان ته ویل شوی چې په پوځي اډو کې امنیتي تدابیر له سره وارزوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله خاوره کې د بهرنیو پوځیانو د پروګرامونو د بیا کتنې ژمنه کړې ده.
امریکایي چارواکي وایي، د تیرې جمعې ورځې بریدګر ۲۱ کلن محمد سعید شمراني نومېده چې د برید لپاره یې په امریکا کې قانوني وسله پېرلې وه.
د دې برید درې قربانیان ۲۳ کلن جاشوا کلب واټسن، ۱۹ کلن محمد سامح هیثم او ۲۱ کامرون سکاټ والټرز وو.
د پنساکولا پوځې اډه کې له کلنو راهیسې بهرني پوځیان روزل کېږي..
د ایټالیا، سینګاپور او جرمني هوایي پوځیانو ترڅنګ د سعودي پوځیان ته هم ۱۹۹۵ راهیسې له په دې اډه کې زدکړې پیل شوې دي.
د امریکایي چارواکو په خبره اوس د دې مرکز په پوځي زدکړو کې ۲۰۰ نړیوال زدکوونکي بوخت دي.
څه باندې ۱۶ زره پوځیان او ۷۴۰۰ ملکیان د امریکا د سمندري ځواکونو په دې اډه کې کار کوي.