تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کوم هېواد د زدکړې تر ټولو ښه نظام لري؟
ښايي دې لړ کې پرېکنده ځواب د هر چا شخصي نظر وبلل شي، خو د زده کوونکو ارزونې یو نړیوال پروګرام 'پیسه ' دې لړ کې څرګندې اشارې لري.
په نړیواله کچه د ازموینو دغه لړۍ د اقتصادي همکارۍ سازمان 'او اي سي ډي ' په ۲۰۰۰ کال کې پیل کړې او له هرو دریو کلونو وروسته د پنځلس کلنو زده کوونکو ازموینې شمېرې راټولوي.
دغې ادارې د ۲۰۱۸ کال لپاره د خپلې ازموینې پایلې د سې شنبې پر ورځ خپرې کړې، چې ښيي چین د ریاضي او ساینس مضمونونو په لوست کې تر نورو ډېر مخکې دی.
د تېر کال ازموینه کې تر پخوا خورا زیاتو زده کوونکو برخه درلوده او د ۷۹ هېوادونو له ۶۰۰ زره زده کونکو ازموینه اخیستل شوې ده.
او اي سي ډي د ۳۷ هېوادونو ګډه اداره ده، چې د امریکا متحدو ایالتونو، جاپان او اروپايي ټولنې غړو هېوادونو په څېر پرمختللي هېوادونه یې په سر کې دي.
بل لور ته د نړۍ ډېر نور حکومتونه هم داسې شته، چې غواړي معلومه کړي چې د ښوونځیو زده کونکو ته یې د نړیوال معیار له کچې په څه نظر کتل کېږي.
دغه ازموینه چې د هر هېواد کورنیو ازموینو اوسط پایلو ته له کتلو وروسته درجې ورکول کېږي، د تعلیمي معیار لوړولو لړ کې د اغېزناکو اقداماتو سبب کېږي.
په ازموینه کې زده کوونکو ته داسې پوښتنې ورکول کېږي چې د عملي ژوند په تړاو وي او معمولاً د اقتصادي پرېکړو او معلوماتو د سم استعمال اړوند پوښتنې په کې شاملې وي.
د بېلګې په توګه د ۲۰۱۸ کال په ازموینه کې د انټرنېټ یوه خیالي بحث پوښتنه رااخیستل شوې وه، چې یو سړی خپلو چرګانو ته د اسپرین ورکولو د ګټې او تاوان په تړاو پکې پوښتنه کوي.
چین د دغې لړۍ په تېرو دریو ازموینو کې تر ټولو مخکښ و، خو د دغه هېواد پایلې له یوې ځانګړې سیمې اخیستل شوې دي.
چارواکو په ۲۰۰۹ او ۲۱۰۲ کلونو کې یوازې د شنګهای شمېرې کارولې او دغه راز یې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کال کې یوازې د څلورو ایالتونو د ازموینو شمېرې ورکړې دي.
د او اي سي ډي تعلیمي څانګې اندریاس شلیچر وايي، ''په دغو سیمو کې د او اي سي ډي اوسط سیمو پرتله د ډېرو بې وزله زده کونکو د لوست کچه پورته وه. ''
په لومړیو دریو ازموینو کې فلنډ تر ټولو مخکې و او د ۲۰۱۵ کال پایلو له مخې سنګاپور مخکښ وبلل شو.
اسیايي هېوادونه په دغه درجه بندۍ کې تر ټولو مخکښ ثابت شوي او په تازه درجه بندۍ کې هم استونیا یوازینی غیر اسیایي هېواد دی.
د ازموینې یوه بله موندنه دا ده چې د لوست برخه کې د نجونو او هلکانو تر منځ څرګند توپیر لیدل کېږي.
د پایلو له مخې نجونې په لوست کې او په ځانګړې توګه په ساینس کې تر هلکانو 'دوې درجې ' مخکې دي، خو هلکانو په اوسط ډول په ریاضي کې تر نجونو پنځه درجې زیاتې تر لاسه کړې.