د داعش ضد ټلواله د داعش بندیانو پر برخلیک اختلاف لري

پمپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د داعش ضد ټلوالې غونډه کې له عراق او سوریې بهر د داعش د ګواښ ډېرېدو خبرداری ور کړ.

مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې د داعش ضد ټلوالې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دا خبره وکړه.

هغه دا هم وویل چې دا ټلوله باید د بغدادي له مرګ وروسته هم د دې داعش پرضد هڅې وکړي.

د امریکا ځانګړو ځواکونو د تېرې میاشتې وروستیو کې د سوریې شمال کې د داعش مشر بغدادي ووژاه.

دا له هغه وروسته لومړی ځل دی چې د دې ټلوالې د بهرنیو چارو وزیران په واشنګټن کې سره جرګه کېږي.

دې ناسته کې د امریکا د ملګرو ۳۱ هېوادونو استازو او د ناټو تړون مشر ګډن کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې د داعش ضد ټلوالې لارښوونې ته دوام ور کوي.

بغدادي

د عکس سرچینه، SOCIALMEDIA

د عکس تشریح، بغدادي د تېرې میاشتې په وروستیو کې ووژل شو.

د مایک پمپیو په خبره، له عراق او سوریې بهر د داعش د ګواښ ډېرېدو ته په پام، وروستیو کې د ټلوالې د غړو هېوادونو کارډلو هوکړه کړې چې له اوسنۍ اصلي سیمې بهر له داعش سره د مقابلې لپاره د افریقا لوېدیځ او افریقا سمندرغاړې لومړنۍ سیمه وټاکي:

"موږ له خپل کار لاس نه شو اخیستلی، باید ډاډه شو چې داعش بیا وده نه کوي. دا کار هغه وخت کېدی شي چې د سزا وړ کسان محاکمه شي. د ټلوالې غړي باید زرګونه بهرني ترهګر وسلوال چې نیول شوي دي خپلو هېوادونو ته ستانه کړي چې د خپلو اعمالو سزا وویني".

له ټلوالې سره په زرګونو بهرني داعش وسلوال بندیان دي.

که څه هم دې ناسته کې د ټلوالې د لاسته راوړنو هرکلی وشو، خو غړو یې د داعش د بهرنیو بندیانو سره پر چلن اختلاف درلود.

د سوریې چارو کې د امریکا ځانګړي استازي جیمز جفري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ټلوالې غړي د داعش بندیانو مسلې ته پر حل لار موندلو کې اختلاف لري.

د ښاغلي جفري په خبره، دا جدي مسله ده او که د سوریې شمال کې شرایط سخت یا ناامني شي لا ستونزه زیاتېږي.