د اقلیمي تړون په هکله د ټرمپ پرېکړه چې له پاریس تر بېجنګ یې مخالفت وشو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا حکومت وايي، د اقلیمي بدلون یا د ځمکې ګرمېدو سره د مقابلې له تړون یې وتل رسمي پیل کړل.
دغه خبر پراخ نړیوال غبرګون لري.
ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ له لومړیو پر پاریس تړون نیوکې کولې او ټینګار یې دا و چې څومره ژر کېږي امریکا له دې نړیوال تړون ووځي.
ولسمشر ټرمپ تېره میاشت دا تړون ناورین وباله چې له ۱۹۵ ډېرو هېوادونو لاسلیک کړی دی.
د هغه په خبره، دا تړون چې د بارک اوباما حکومت پاریس کې لاسلیک کړی، په امریکا کې اقتصادي سیالي زیانمنوي. ښايي د ډونلډ ټرمپ مطلب د تېل، ګاز او ډبرو سکرو ستر شرکتونه وي.
د دې نړیوال تړون موخه د ابوهوا د بدلون سره مقابله، د کاربن ډای اکسایډ او نورو شین کورزیو یا ګلتوني ګازونو د تولید کمول دي.
دا نړیوال تړون تاریخي هوکړه یادېږي چې پر ۲۰۱۵ کال د فرانسې پلازمېنه پاریس کې لاسلیک شو او په دې دلیل پر پاریس تړون مشهور دی.
امریکا په نړۍ کې د ګلتوني ګاز دویم ستر تولیدګر دی او له پاریس تړون په وتلو سره یوازنی صنعتي هېواد دی چې د ابوهوا د بدلون سره مقابله کې د نړیوالې ټولنې سره همکاري نه کوي.
له دې تړون د امریکا د رسمي وتلو اعلان یو ځل بیا د ډونلډ ټرمپ د حکومت مخالفان همغږي کړل.
له پاریس تر بېجنګ د ټرمپ له پرېکړې سره مخالفت

د عکس سرچینه، MARIA ALEJANDRA CARDONA
د فرانسې ولسمشر- چې د پاریس تړون په هکله یې د امریکايي سیال د نظر بدلولو هڅه کړې- له دې تړون د واشنګټن پر وتلو خواشیني ښودلې ده.
امانویل مکرون په چین کې ویلي: "موږ خواشیني یو. دا ګام د اقلیمي بدلون او د ژوند رنګارنګۍ په هکله د فرانسې او چین همکاري له پخوا لا ډېره ضروري کوي".
د چین چارواکو هم ورته غبرګون ښودلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګنګ شوانګ خبري غونډه کې د ټرمپ پرېکړه خواشینوونکې وبلله او ویې ویل، هیله من دی چې امریکا "د ورانولو" په ځای "رغنده همکاري" وکړي:
"موږ باوري یو چې اقلیمي بدلون د انسان ګډه ننګونه ده. د نړیوالې ټولنې ټول غړي باید یو بل ته د همکارۍ لاس ور کړي او د خپل وس سره سم د دې ګډ تړون لپاره ډېرې هڅې وکړي".
چین په نړۍ کې د ګلتوني ګاز تر ټولو ستر تولیدګر دی.
روسیې هم د امریکا د ولسمشر پر پرېکړه نیوکه کړې او د پاریس تړون "د سخت کمزورولو" سبب یې بللې ده.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف زیاتوي: "د امریکا وتل ښايي په خورا بد ډول دا تړون کمزوری کړي. ځکه دا هېواد د ګلتوني ګازونو د تولیدګرو په سر کې ده او د نړۍ د تر ټولو ستر اقصتاد(امریکا) له شتون پرته ډېره ډېره سخته ده چې پر اقلیمي تړون خبرې وشي".
د ملگرو ملتونو اقلیمي بدلون غونډه نږې میاشت وروسته د ډیسمبر له ۲ تر ۱۳ د اسپانیا پلازمېنه ماډریډ کې د چیلي په مشرۍ جوړېږي.
پخوا ټاکلې وه چې دا غونډه چیلي کې وشي، خو سنټیاګو او نورو ښارونو کې د حکومت ضد اعتراضونو له امله ماډریډ ورته غوره شو.
ټرمپ له اقلیمي بدلون سره د مقابلې مخالف دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کانفرنس په مختلفو نومونو لکه کوپ ۲۵، سي اېم پي۱۵ او سي اېم اې۲ سره هم پېژندل کېږي چې د پاریس تړون ۱۹۵ لاسلیکوونکي یې جوړوي.
څلور کاله مخکې د ګلتوني ګازونو د تولید کمولو او د دې تړون لاسلیکولو په هکله د امریکا او چین په ګډون د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو هوکړې ډېره هیله پیدا کړه.
اوس ټاکلې ده چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۴ واشنګټن له پاریس تړون ووځي؛ هغه هم د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو یوه ورځ وروسته او داسې ټاکنې چې ښاغلی ټرمپ پکې د بري هیله لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له فاکس بیزنیس سره خبرو کې ویلي: دا تړون د امریکا د ولس او کارګرو لپاره منصفانه نه دی او د امریکا په تاوان دی.
دا خبرې هغې وینا ته ورته دي چې پر ۲۰۱۷ کال د امریکا ولسمشر وکړې.
خو بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې د ریښتیاني او عمل وړ ورته تړون ملاتړی دی او د نوېدونکې انرژۍ پراختیا ته پام کوي، خو تیار نه دی چې تېلي شرکتونه په نور قانون جوړولو سره محدود کړي.



















