اقلیمي غونډه کې د پېغلوټې پیغام:" ماشومتوب مو را نه واخیست"

د عکس سرچینه، Getty Images
سوېډنۍ پېغلوټې ګرېتا تونبرګ چې د اقلیمي بدلون ضد مبارزه کوي، ملګرو ملتونو ته په وینا سره یې د نړۍ مشران دې برخه کې په ناکامۍ تورن کړل. هغې نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډې ته خبرو کې وویل: "تاسو په پوچو خبرو سره موږ له خیالونو او ماشومتوبه بې برخې کړو.
د نړۍ نژدې ۶۰ مشرانو دې یوه ورځنۍ غونډه کې ګډون درلود چې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرڅ جوړه کړې وه.
ګرېتا تونبرګ دوی ته وویل: "یو شی هم برابر نه دی، زه باید دلته نه یم، زه باید له سمندر پورې غاړه اوس ښوونځي کې وی. د ځوانانو هیلې تاسو مشرانو ته دي."
دغه ۱۶ کلنه چې کښتوړۍ کې پر سمندرونو اوښتې او دې غونډه کې یې ګډون کړی د نړۍ مشران وهڅول چې سملاسي ګام پورته کړي:
"موږ به تاسو څارو. خلک خپل ژوند له لاسه ور کوي، ایکو سیستم شړېږي، ډول ډول ژوي له منځه ځي. خو تاسو یوازې د پيسو او پرلپسې اقتصادي ودې خبره کوئ، تاسو څنګه جرات کوئ."
هغې وویل، له ۳۰ کلونو ډېر وخت کېږي چې پوهه په دې برخه کې خبرې لري او شک پکې نشته. خو تاسو څنګه دې مسلې ته شا کوئ، خو دلته راځئ او وايي چې ډېرې هڅې کوئ. په داسې حال چې د اړینو حل لارو او سیاست کومه نښه نشته.
مشرانو څه وویل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی ګوتېرش چې دا غونډه یې جوړه کړې وه، وویل، نړۍ د اقلیم ژورې څا ته غورځېدلې او باید سملاسي په کار شي. وخت لنډ دی، خو ناوخت نه دی.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل وویل، هېواد یې د ځمکې ګرمېدو د مخنیوي لپاره هڅې دوه چنده کوي او څلور میلیارد یورو ته یې رسوي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، چې نړیوالو ادارو د امازون په څېر د ګرمسېرو څنګلونو د خوندیتوب لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پیسو بېلولو ژمنه کړې ده.
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسیندا اردن هم وویل، چې د هېواد حالت یې ګام په ګام بدلېږي:
"اتیا سلنه برېښنا مو له نوېدونکې انرژۍ یا هیدروالیکتریک او باد څخه ده او یو لوی پروګرام مو پیل کړی دی."
هغې زیاته کړه چې د کاربوني ګازونو د تولید صفر کولو لایحه یې پارلمان ته ور پېژندلې ده.
ویل کېدل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې ناسته کې ګډون نه کوي، خو له خبراوي پرته دې ناسته کې حاضر شوی و.

د عکس سرچینه، AFP/Getty
دا غونډه له هغه څو ورځې وروسته ده چې نړۍ کې میلیونونو کسانو د اقلیمي بدلون په هکله د نړۍ د مشرانو د بې پروايي په هکله اعتراض وکړ.
له دې یوه ورځ مخکې پوهانو او څېړونکو خبرداری ور کړ چې ځمکه خورا په چټکۍ ګرمېږي.
د هوا پوهنې نړیواله اداره وايي، تېرو څلورو کلونو کې تر دې پخوا څلورو کلونو شل سلنه ډېر کاربون ډای اوکسایډ د ځمکې اتمو سپیر کې خپور شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله من دی چې د نړۍ مشران د ګلتوني ګازونو د خپرېدو د کمولو لپاره نوې پروګرامونه پیل کړي


















