امریکا د پاکستاني طالبانو مشر "نړیوال ترهګر" اعلان کړ

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسعود د نړیوالو ترهګرو لېست کې شامل کړی دی. مفتي نور ولي مسید تېر کال په جون میاشت کې د ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو مشر ونومول شو، او تر اوسه یې پاکستان کې د ګڼو بریدونو مسئولیت منلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سه شنبه د هغو کسانو لېست خپور کړی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تائید وروسته تازه د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل شوي دي، چې پکې مفتي نور ولي مسید، د فلسطینۍ حماس ډلې ځینې مشران او په افریفا کې د ځینو وسله والو ډلړ غړي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو کې یوولسو وسلوالو کې د پاکستانیو طالبانو د مشر مفتي نور ولي مسید نوم په لومړي نمبر دی او په سوریه کې له القاعده سره تړلې حراس الدین ډله يې ترهګرۍ په لیست کې شامله کړې ده.

شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، مفتي نور ولي مسید د ټاکل کېدو تر کال زیات وخت شوی او اوس چې يې ولسمشر ټرمپ نوم د ترهګرو په لیست کې اضافه کوي، نو د ده په خبره موخه يې له پاکستان سره اړیکې ښې ساتل دي.

"دا د پاکستان له مودې راهیسې غوښتنه وه، خو زما په فکر د دې به ډېر زیات اغېز نه وي، ځکه دوی خو نه په بانکونو کې پېسې ږدي او نه هم ښکاره تګ راتګ کوي، خو بیا هم له دې سره به فشار پرې زیات شي ".

د ښاغلي یوسفزي په خبره که امریکا د پاکستان غوښتنې مني او عمل پرې کوي، نو په ځواب کې يې له پاکستان څخه د امریکا هم ځينې غوښتنې شته، او واشنګټن به هم له اسلام اباده غواړي چې پر ځینو غوښتنو یې عمل وکړي.

د پاکستانيو طالبانو غورځنګ په ۲۰۰۷ میلادي کال کې جوړ شوی او د پاکستاني پوځ او امنیتي اورګانونو ضد جنګېږي. تر دې دمه د دې ډلې څو مشران د پاکستان او امریکا په بریدونو کې وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې نورولي مسید د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسید له نژدې ملګرو یو دی.

څلوېښت کلن مفتي نورولي د طالبانو پر تاریخ یو کتاب هم لیکلی، چې پکې یې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو وژنه کې د طالبانو لاس درلودلو په ګډون او مالي سرچینو په ګډون یو شمېر څرګندونې کړې.

تر مفتي نور ولي مسید وړاندې د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر ملا فضل الله د افغانستان په کونړ ولایت کې د امریکا په یوه ډرون برید کې وژل شوی و.

ملا فضل الله د سوات یوسفزی پښتون و، چې ۱۹۷۴ کال کې زېږېدلی و. نوموړی د یوسفزیو بابکرخیل ښاخ اړوند دی. نوموړی ۲۰۱۳ کال کې د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.