تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شرما سره د کوهلي لومړۍ لیدنه او د 'هني مون' کیسې
د ویرات کوهلي او انوشکا شرما لومړۍ لیدنه د شامپو د اعلان په شوټنګ کې شوې وه او د دوی په وینا په دې دوران کې هغه ډېر خپه و.
د هند د کرکټ لوبډلې کیپتان ویرات کوهلي امریکا کې د یوې ټلوېزیونې'اېن ډیپتھ وېِد ګراهم بنسنګر' خپرونه کې د خپل ژوند په اړه پوښتنې ځوابولې او ویلي و چې څرنګه یې له انوشکا شرما سره په لومړي ځل لیدلي و.
ویرات کوهلي ویلي و چې 'ما له انوشکا سره په لومړي ځل هغه وخت ولیدل کله مو چې د شامپو د اعلان شوټینګ کاوه. دې شوټینګ درې ورځې دوام وکړ- ماته مې مدیر وویل چې دا اعلان باید تاسې له انوشکا شرما سره ثبت کړئ-کله مې چې دا واورېدل خپه شوم- ما خپل مدیر ته وویل چې هغه نوم وتې فلمي لوبغاړې ده زه له هغې چېرته اکت کولی شم؟ زه مې مدیر پوه کړم چې هرڅه به ښه ترسره کیږي، د اعلان خاکه په زړه پورې وه؛ زه بیا هم خپه وم'
ویرات زیاته کړه' کله مې چې په لومړي ځل له انوشکا سره ولیدل نوهغې لوړ بوټان پر پښو کړي و او له ما لوړه ښکارېده، نو ما بیا د خپل د ونې (قد) په اړه یوه بده ټوکه وکړه- چې یو حیرانونکی حالت جوړ شو او زه لا ډېر خپه شوم.'
ویرات کوهلي په خپله مرکه کې انوشکا سره د لومړي ځل په لیدنې سربېره نور په زړه پورې خبرې وکړئ- هغه وویل چې د دواړو ژوند په یو ډول تېر شوی او د دواړو د شخصیت جوړونې پیل له ۲۰۰۸میلادي کاله راپیل شوی دی او د دواړو کورنۍ هم یو ډول دي.
د دوی د واده په اړه د دوی مینه وال خورا اندیښمن وو.
د ویرات کوهلي په وینا د واده ټول چمتوالی خپله انوشکا نیولی و ځکه نوموړي پر یوې لوبې بوخت و- هغه وویل چې د واده د ځای پریکړه هم انوشکا کړې وه-'ماته ویل شوي و چې د واده خبره باید له ځان سره وساتم'
نوموړي زیاته کړه چې په واده کې یې یوازې ۴۲تنه شرکت درلود- د دوی واده په ایټالیه کې شوی و.
نوموړي خپل د هني مون (هغه چکر چې د وداه زلمی او ناوې یې ګډ ترسره کوي) په اړه هم په زړه پورې کیسه وکړه چې نوموړی له بیروباره لېرې ته، هغه داسې ځای ته تله چیرته چې دوی هېڅ چا نه پیژندل.
ویرات کوهلي وویل چې 'موږ کافي څښلو ته تللي وو او خپلو کې مو خبرې سره کولې چې په ټوله نړۍ کې همدا ځای دی چې څوک مو نه پیژني چې د خلکو له نظرونو او د کامرو له لینزونو لېرې ازاد یو- خو په دې وخت کې مې سترګې په هغه وړاندې میز پرېوتې چې ترڅنګ یې پر څوکۍ یو ناست سړي لونګی وهلی وه او ماته یې کتل- موږ پورته شو او دننه پر څوکیو کیناستو خو له لږ ځنډ وروسته هغه سړی راغی او ویې ویل چې له تاسې سره په لیدنه خوشاله شوم او زما نوم هم کوهلي دی. په دې وخت کې مې فکر کاوه چې داسې ځای ته به څه وخت لاړ شو چې هېڅ څوک مو ونه پیژني'