تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت سلاکار مشوره نور نه مني
واشنګټن پوسټ وايي، د امريکا ملي امنيت سلاکار جان بولټون د امريکا له افغان تګلارې څنډې ته کړل شوى، ځکه ولسمشر ټرمپ پرې بې باوره شوى.
ورځپاڼه وايي، د روانې اوونۍ په لومړيو کې چې د ولسمشر ټرمپ لوړ پوړو همکارانو د افغانستان راتلونکي په تړاو يوې مهمې ناستې ته چمتووالى کاوۀ، د بلل شويو په اصلي نوملړ کې د يوۀ لوړ پوړي چارواکي نوم نه و او هغه د ملي امنيت سلاکار جان بولټون دى.
لوړپوړو امريکايي چارواکو چې نومونه يې نه دي ياد شوي ورځپاڼې ته ويلي په عادي ډول دغه راز غونډو کې د تر ټولو لوړ پوړي امنيتي سلاکار ګډون مهم وي، خو د بولټون د نوم نه شتون تېروتنه نه وه.
ورځپاڼې د دغو چارواکو په وينا ليکلي، ښاغلي بولټون چې له اوږدې مودې راهيسې د نړۍ په لر او بر کې د امريکا پراخ پوځي حضور هڅاوۀ، د امريکا په حکومت کې دننه د افغان جګړې د ختمولو لپاره د سولې د رادبره کېدونکي تړون په ټينګ غليم بدل شوى.
چارواکو زياته کړې چې ډيپلوماتيکو هلوځلو سره د ښاغلي بولټون مخالفت ولسمشر ټرمپ په غوسه کړى او دا د دې لامل شو چې د ښاغلي ټرمپ لوړ پوړي چارواکي ښاغلى بولټون د دغه حساس تړون په تړاو له خبرو بهر وساتي.
ورځپاڼه وايي، د ښاغلي بولټون څنډې ته کېدل د ټرمپ په اداره کې چې شمالي کوريا سره د معاملې، له افغانستان د ځواکونو د ايستنې او د ايران له ولسمشر سره د شونې ښکېلتيا په لټه کې ده، د هغه د اغېز په تړاو پوښتنې راپورته کړي، خو دغو چارواکو چې ورځپاڼې سره خبرې کړي وايي، دلته پر ښاغلي بولټون د باور نه شتون اصلي مسئله ده.
نېشنل انټرسټ
امريکايۍ نېشنل انټرسټ مجلې "افغانستان عراق نه دى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي، داسې برېښي چې د ولسمشر ټرمپ اداره له طالبانو سره د سولې تړون ته نژدې شوى، خو په همدې حال کې د بهرنۍ تګلارې د چمتو کوونکو ډېر شمېر په ټينگه ترې غواړي هغه تېروتنه دې بيا ځله نه کوي چې پخواني ولسمشراوباما له عراق نه د امريکايي ځواکونو په ايستنه کې وکړه.
مطلب وايي، پخواني ولسمشر اوباما د ځينو خبرداريو سره سره چې ورته وويل شول، د امريکايي ځواکونو وتلو سره به تاوتريخوالى بيا سر را پورته کړي، دا کار وکړ.
ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ ته هم د سناتور لينډسي ګراهم او جنرال ډېوېډ پتريوس په څېر نوموتو کسانو ويلي چې د اوباما له تېروتنې دې زده کړه وکړي.
ليکوال وايي، افغانستان له عراق سره توپير لري، ٢٠١١ میلادي کال کې عراق په پرتله ييز ډول کرار و او تر دريو کلونو پورې په کې ارامي وه. خو افغانستان کې جگړه روانه ده، داعش په کې حضور لري.
ليکوال وايي، د نوري المالکي حکومت غوښتل چې امريکايي سرتېري ووځي خو د افغانستان منتخب حکومت نه غواړي چې دا کار ژر وشي.
ټایمز
خو تايمز مجلې بيا يو مطلب خپور کړى چې وايي، "د دې مهال را رسېدلى چې امريکايي ځواکونه له افغانستان ووځي"
د مطلب ليکوال متقاعد جنرال دونلډ بولډوک دى چې وايي، لس ځله يې افغانستان کې ماموريت ترسره کړى.
ليکوال وايي، افغان جګړه خورا اوږدې مودې لپاره ناسم مديريت شوې. د ليکوال په دې باور دى چې افغانستان کې بري لپاره يوې يوې نوې هراړخېزې ستراتيژيکې تگ لارې ته اړتيا ده، خو وايي نه برېښي چې داسې دې وشي.
د ليکوال په باور نور د تابوتونو او د روغتون د بسترونو ډکول د توجيه وړ نه دي نو بل بديل له افغانستانه وتل دي.