تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچیان روزي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ټاکنو او سولې خبرو په تړاو مطلب خپور کړی او لیکي:
داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ جوړجاړی نږدې کېږي ولسمشر محمد اشرف غني پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کوي، خو د ولسمشر همکاران له طالب استازو سره د لیدلو لپاره په چټکۍ تیاری نیسي.
ورځپاڼې د سولې د کېدونکې هوکړې او د افغانانو خپل منځي خبرو په اړه د ولسمشر اشرف غني نږدې سلاکار او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون مشر نادر نادري پوښتلی، هغه ویلي ټاکنې که ګډون کوونکي یې لږ هم وي له هغه حکومت غوره دي چې صلاحیت ونه لري.
ښاغلي نادري چې د دوحې په وروستۍ غونډه کې یې د حکومت په استازیتوب ګډون کړی و، ویلي حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره په چټکۍ چمتووالی نیسي چې د ده په وینا کېدای شي په راتلونکو څو اونیو کې پيل شي، دې خبرو ته د تیاري په لړ کې د نادري په وینا همدا اوس یوه وړه ډله په ښه بڼه د خبرو ترسره کولو لپاره روزل کېږي.
ورځپاڼه زیاتوي:
د احتمالي هوکړې څو برخې دي او هغه په راتلونکو څو میاشتو کې د پنځه زره امریکايي سرتېرو وتل او بیا د راتلونکي کال تر پایه د پاتې نهو زره سرتېرو ایستل، په مقابل کې به یې طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کوي خو دا نه ده معلومه چې طالبان به حکومت سره خبرو ته او دایمي اوربند ته غاړه کښيږدي او که نه؟
واشنګټن پوسټ لیکي:
له دا ډول رپوټونو سره د افغانانو انديښنه دا ده چې که امریکا په بېړه له افغانستانه ووځي، نو پر یاغیانو د فشار لپاره به لږ څه په لاس کې ولري.
ورځپاڼه د یوه طالب ویاند پر ټویټرپاڼه خپرې شوې ویډیو ته اشاره کوي چې یو طالب مرکچي یوې ډلې کسانو ته وايي، امریکا په تېښته ده او له ماتې سره مخ ده او افغانستان به بیا ازاد شي.
ډیلي ټایمز
په قطر کې د روانو خبرو په اړه پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز رپوټ ورکړی چې پرون د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثاني له امریکایي چارواکو او طالب استازو سره لیدلي دي.
ورځپاڼه لیکي:د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لوریو له استازو سره په جلا توګه کتلي دي. د طالبانو یوې سرچینې ورځپاڼې ته ویلي، قطري چارواکو له امریکا سره د سولې تړون د متن په چمتو کولو کې رول درلود.
ورځپاڼې لیکي، د طالبانو او امریکا ترمنځ له سولې دوه اوونۍ وروسته به د دغې ډلې استازي د افغانانو خپلمنځي غونډه کې برخه واخلي.
ګارډین
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکلي، لومړي وزیر بوریس جانسون به په فرانسه کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې په بې وزلو هېوادونو کې د زده کړې په برخه کې د مرستې لپاره د څه باندې سل میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړي.
ګارډین لیکي: لومړی وزیر به د سرمشریزې له نورو ګډونوالو هم وغواړي چې د خپلو مرستو زیاته برخه زده کړې ته ځانګړې کړي او نجونو ته د زده کړې اسانتیاو چمتو کول د ده له لومړیتوبونو څخه دي.
ګارډین زیاتوي دا مرستې به د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له خوا لګول کېږي.
د یونېسف د دې پروګرام له مخې تمه کېږي چې تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې دوه میلیارده ډالره بسپنه تر لاسه کړل شي او د افغانستان او سومالیا په ګډون په ۱۸ هېوادونو کې به ولګول شي.
الرایة
قطرۍ ورځپاڼې الرایة لیکلي چې د دې ورځپاڼې له خوا په یوه شوې سروې نږدې نوي سلنه ګډونوال غوښتنه کړې چې د هغو واټونو نومونه دې بدل کړل شي چې نااشنا دي، یا د دوی له کلتور سره اړیکه نه لري او یا دا چې ځايي اوسیدونکو او یا بهرنیانو ته یې تلفظ کول سخت دي. په دې ډله کې د هغو واټونو د نومونو بدلول هم غوښتل شوي چې نومونه یې سره ورته دي.
ډیلي صباح
ترکۍ ورځپاڼې ډیلي صباح د دغه هېواد په اماسیا ولایت کې د یوې ډیرې پخوانۍ زمانۍ پوسته خانه د موندل کېدو رپوټ ورکړی.
رپوټ کې ویل شوي دا پوسته خانه دوه زره او پنځه سوه کاله لرغونې ده.
څېړونکو ویلي، دا پوسته خانه د پارسیانو د زمانې اړوند ده، په دې سیمه کې له څلورو کلونو راهیسې د لرغونو اثارو په برخه کې څېړنې کېږي.