د برتانیا هر ښوونځي کې یو پولیس

    • Author, ماري اوكنور
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

د برتانیا پارلمان غړو په ټولو ښوونځیو کې د ځانګړو پولیسو ګومارلو غوښتنه کړې چې د زدکوونکو ترمنځ د لوی تاوتریخوالي مخه ونیسي. دا چاره به له راتلونکې اپریل په ښوونځیو کې د ځوانانو له خوا د جرمونو د مخنیوي په پار عمل کېږي.

دا مهال د برتانیا په ځینو ښوونځیو کې د پولیسو ګومارل دوام لري، له ۳۳ پولیسو لسو یې د برتانیا پارلمان د کورنیو چارو جرګه ګۍ ته ویلي، د ښوونځیو د خوندیتتوب لپاره کافي پولیس نه شته.

خو دغه افسران به څه کوي او زدکوونکي او کارکوونکي به څنګه وساتي؟

نیک سټینر د شپږو ښوونځیو او دوو پوهنځیو د امنیت نیولو د ځانګړو شویو پولیسو مشر دی.

دی له ۱۰ کلونو راهیسې پولیسو کې کار کوي او د ښوونځیو د امنیت ساتل یې له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې پیل کړي.

د ښوونځي د امنیت خوندي کولو د مسؤول په توګه، یاد پولیس باید د زدکوونکو په ستونزو ځانونه خبر کړي، د دوی د انټرنېټ او د خواله رسنیو د خوندیتوب په اړه هم باید ځانونه ډاډمن کړي.

خو په چړو د جرمونو ترسره کول هغه مسله ده چې د زدکوونکو ترمنځ یې بحثونه پارولي دي.

سټینز وايي، په جدي توګه به له زدکوونکو سره اړیکي جوړ کړي، چې هغوی په ډاډه زړه خپلې ستونزې وویلی شي:

"ماشومان به معلومات راکوي، معمولاً دوی به له درسي ساعتونو مخکې یا وروسته دا کار کوي."