تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ښځینه پیلوټانې دود بدلوي
د لبنان پوځ کې ډېرې ښځې یا په اداري برخو کې دنده لري او یا په لوژستیکي برخو کې بوختې دي، خو مشران یې اوس غواړي دغه حالت کې بدلون راشي. نور حال یې د بي بي سي خبریالې الویسي الانا په رپوټ کې لولو.
د پوځي قانون له مخې ښځې د جګړې لومړیو کرښو کې د فعالیت اجازه نه لري، خو په هوايي ځواک کې بیا داسې کوم بندیز نه شته.
د جنګي الوتکو پیلوټ دندې لپاره شپږو ښځو اسناد ورکړي وو، چې له ازموینو وروسته ایله دوې وټاکل شوې، چې یوه یې ۲۷ کلنه لومړۍ بریدمنه چنتال کالاس او بله هم ۲۶ کلنه لومړۍ بریدمنه ریتا ظاهر ده.
ریتا وايي، لومړي سر کې مخالفت ورسره شوی او ځینو داسې ګڼله چې ګواکې د نارینه وو ځانګړې دندې ته ځان رسول غواړي.
چنتال وايي، له ماشومتوبه یې غوښتل پیلوټه شي، خو په خبره یې مور پلار یې اندېښمن وو چې د کورنۍ او دندې تر منځ به تعادل و نه ساتي. هغه وايي:
''زه فکر کوم یوه ښځه باید د خپل ارمان پوره کېدو لپاره د کورنۍ او ټولنې ټولو ننګونو سره مقاومت وکړي. ''
۲۴ کلنه منار سکندر لومړنۍ ښځه ده چې د هوايي ځواک په میکانیزم برخه کې دنده لري.
نوموړې ته لومړي سر کې اداري چارې سپارل شوې وې، خو وروسته هغې په تخنیکي برخه کې د دندې غوښتنه وکړه او افسرانو یې ورسره ومنله.
منار وايي:
''لومړي سر کې چې راغلم نارینه همکارانو مې د خواخوږۍ په نظر راته کتل داسې، چې ته وا زه مرستې ته اړه یم، خو وروسته ورو - ورو غښتلې شوم او داسې فعالیت مې پیل کړ چې دوی خپله هم نه شو کولای. لاسونه مې کوچني دي او مثلاً د الوتکې ماشین هغې برخې ته هم لاس غځولای شم چې نارینه همکاران یې نه شي کولای. ''
چنتال وايي، لبنان هوايي ځواک کې دود په بدلېدو دی او خپل ارمان ته رسېدو کې ټول همکاران راسره مرسته کوي.
All photographs copyright Eloise Alanna