غریبو ته د شتمنو له بانکي حسابونو پیسې لېږل

د خپرېدو وخت

ایټالیا کې د بانک هغه مدیر زندان ته له تللو بچ شو چې د شتمنو له بانکي حسابونو یې پیسې غلا کولې او بیا یې پر نشتمنو وېشلې.

ګلبرټو بیسیریا د ایټالیا په فورني ډي سوپرا سیمه کې له یوه بانک له اوو کلونو راهیسې لس لکه یورو غلا کړې دي.

هغه به د شتمنو له بانکي حسابونو لږ لږ پیسې غلا کولې او د داسې کسانو حسابونو ته یې ور زیاتولې چې د پور تر لاسولو وړ نه بلل کېدل.

هغه کله هم دا غلا شوې پیسې خپل جیب ته نه واچولې، ځکه له قضايي چارواکو سره لومړیو پوښتنو ګروېژنو کې جېل ته له تللو بچ شو.

د ایټالوي رسنیو د رپوټ له مخې دغه بانکوال ویلي: ما تل د بچت کوونکو پر ځای له اړمنو سره د مرستې فکر کاوه.

خو بیا هم نوموړي ته د دوو کلونو بند سزا واورول شوه، مګر د ایټالوي قانون له مخې دا چې ده پخوا کوم جرم نه و کړی او سزا یې هم کمه وه، جېل ته ونه لېږل شو.

د زمانې رابن هېډ

د ایټالیا رسنیو نوموړی د اوسمهال رابن هېډ بللی، خو په دې نوم سره د هغه کیسه لا ختمه نه ده.

د هغه وکیل روبرټو میټي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې د موکل نوکري یې ختمه شوې ده.

نوموړی زیاتوي: "زما موکل د داسې خلکو لاسنیوی کاوه چې په دودیز ډول یې پور نشو اخیستلی. "

بیسیریا کله غلا ته مخه کړه؟

دا کیسه پر ۲۰۰۹ کال د نړیوال اقتصادي کړکېچ سره هغه مهال پیلېږي چې یو کس د پور اخیستلو لپاره ور ځي، خو دی د بانکي اصولو له مخې پور نشي ور کولی.

بیسیریا له دې وروسته له دا ډول خلکو سره د مرستې لپاره د شتمنو له حسابونو پیسې غلا کوي او د دوی په بانکي حساب کې یې زیاتوي چې د پور ترلاسولو وړ شي.

د نوموړي احسانمن کسان هم ور سره مني چې ډېر ژر به پیسې ور کوي، چې هسې نه د بانک چارواکو ته د دې راز پته ولګېږي.

د بیسیریا وکیل روبرټو میټي وايي، موکل یې یو ملاتړی مالي سیستم دود کړی دی.

"بیسیریا د دغو نشتمنو مرسته کوله، پر دوی یې باور درلود چې پیسې واپس ور کوي، خو په دوی کې څو داسې هم و چې دا پیسې یې ور ونه سپارلې، ځکه دا راز ښکاره شو".

ایټالوي رسنۍ وايي، کله چې دا کیسه ښکاره شوه، نو بیسیریا هر هغه شتمن کس ته ټلېفون وکړ چې ده یې له حساب پیسې غلا کړې وې او ورته یې د خپل کار وضاحت وکړ.