د پیسو سپینولو لاملونه او لارې

د عکس سرچینه، AFP
پیسې سپینول داسې بهیر دی چې په هغه کې له بې قانونه لارو ترلاسه شوې پیسې په داسې پیسو یا شتمني واوړي چې په ښکاره له قانوني لارو ترلاسه شوې وبلل شي او له دې لارې "د سپینو شوو پیسو" په ډول پر اقتصاد ور ګډې شي.
د پیسو سپینولو لامل
پیسې ځکه سپینېږي چې د ترلاسه کولو اصلي سرچینه یې پټه پاتې شي.
له مالیې تېښته هم د پیسو سپینولو بل دلیل بلل کېدلی شي.
پیسې سپینول له اصلي جرم د ترلاسه شوي عاید د پټولو لپاره یو بل څنګزن(فرعي) جرم دی.
د پیسو سپینولو جرم هم تر ډېره له لومړني جرم سره تړلی.
پیسې سپینوونکي تر ډېره هغه کسان دي چې د نشه يي توکو له قاچاق، اداري فساد، بډو او نورو بې قانونه لارو عاید ترلاسه کوي او بیا یې سپینوي.
پیسې څنګه سپینېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا بهیر مختلف پړاوونه لري، چې ځینې یې دلته یادولی شو:
- اول پړاو کې د دلالانو په مټ تورې پیسې مالي او بانکي سیستم ته اچول کېږي
- دویم پړاو کې دا پیسې په پېچلو لارو سره ګڼو حسابونو ته لېږدول کېږي.
- وروستي پړاو کې، دا پیسې چې په ډېر لېږد را لېږد سره دودیزې ښکاري، ترې کار اخیستل کېږي.
خو شرایطو ته په پام، ممکن ځینې پړاوونو ته اړتیا نه وي.
د پیسو سپینولو څو لارې

د عکس سرچینه، Getty Images
- نغدې پیسې لېږدول: په دې لار له بې قانونه کار ترلاسه شوی عاید چې نغدې پیسې وي مالي موسسو ته لېږدول کېږي.
- پیسې ګډول: په دې ډول کې د قانوني اقتصادي فعالیت عاید په نغد ډول ترلاسه کېږي او تورې پیسې هم پر دغه قانوني عاید ور ګډېږي او څېښتن یې یې دعوه کوي چې ټول عاید یې قانوني دی.
- د پیسو بڼه بدلول: په دې ډول سره تورې پیسې پر سرو زرو یا نورو ونډو بدلېږي.


















