'قطر نه دی توانیدلی د مزدورانو حقونه ورکړي'

د بشري حقونو نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل مسوولین وايي قطر نه دی توانیدلی د بهرنیو کارکونکو او مزدورانو د حقونو خدوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
قطر پنځه کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام کوربتوب لپاره ټاکل شوی و.
دې لړ کې هلته د چمتوالي چارو لپاره د بهرنیو کارکونکو او مزدورانو د کاري چاپېریال او مېشت ځایونو څرنګوالي په تړاو اندېښنې څرګندیږي.
امنسټي چارواکي وايي، له مزدورانو سره روان ناوړه چلند د قطر او فوټبال نړیوال سازمان فیفا دواړو لپاره د شرم وړ دی.

د عکس سرچینه، AFP
د امنسټي په وینا قطري چارواکي نه دي توانیدلي مزدورانو ته د دندې بدلون، په خپله خوښه د هېواد پرېښودو په څېر مهمو حقونو په ورکړې کې مهم بدلونونه راولي.
قطر مزدورانو ته د حقونو نه ورکولو تورونه ردوي او وايي د مزدورۍ چارو لړ کې یې یو شمېر اصلاحات رامنځته کړي دي.
دغه هېواد پروسږ کال د ' کفاله ' نومي قانون بدلولو ژمنه کړې وه، چې له مخې یې مزدور اړ کېږي له یوه کار څښتن سره دنده تر سره کړي او له هېواده د وتلو لپاره هم اړ وي، له هغې کمپنۍ اجازه واخلي، چې دی یې قطر ته راوستی وي.

د عکس سرچینه، AP
د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، قطر کې ۱۸ لکه بهرني مزدوران په دندې بوخت دي، چې ډېری یې د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتوالي په چارو بوخت دي.
اټکلونه ښيي، چې قطر د فوټبال نړیوال جام د سیالیو پر ودانیزو چارو دوه سوه بیلیونه ډالره لګوي او د دغه هېواد چارواکي وايي د هېواد په لر او بر کې ودانیزو چارو زور اخیستی. د روان کال اوږدو کې له دې مخکې هم امنسټي انټرنېشنل قطر کې د مزدورانو حالت په اړه اندېښنې څرګندونې ګړې وې.
له دې مخکې د ۲۰۱۵ کال مې کې یادې ادارې ویلي و، چې قطر کې د مزدورانو حالت کې په نشت حساب بدلون راغلی او وايي قطر د مزدورانو حقونو په ورکړې کې پاتې راغلی.


















