کرېکټ؛ د هند لوبغالي کې ۱۱ لوبغاړو څنګه ۱۳۰ زره نندارچیان خاموش کړل؟

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې، لوبډلمشر پټ کومېنز د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام تر پایلوبې مخکې ویلي و، د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې به په پایلوبه کې د ۱۳۰ زره لیدونکو د سترګو پر وړاندې له هندیانو سره سیالي وکړي.

کومېنز یوې خبرې غونډې ته ویلي و: "دا ښکاره ده چې په لوبغالي کې به نندارچیان د یوې خوا ملاتړ کوي، خو په سپورت کې، د خلکو سترې ګڼې ګوڼې تر غلي کولو بل څه د خوښۍ وړ نه دي او دا د سبا لوبې لپاره زموږ موخه ده."

لکه څنګه چې کومېنز ویلي و، هماغسې وشول. کله چې هندي لوبغاړو یو په بل پسې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او هدف هم دومره لوړ نه شو، نو د هند لوبډلې مینه والو د چیغو او خنداوو ځای خاموشۍ ونیو.

د دغې لوبې لیدلو ته د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، د اسټرالیا د لومړي وزیر مرستیال او ګڼ هندي فلمي ستوري او مخکېني کرېکټ لوبغاړي ورغلي وو.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې دغې یوولس کسیزې ډلې د لکونو نندارچیانو خاموشي لا ور زیاته کړه، ځکه د منډو جوړولو ځواکمن پیل یې وکړ. د اسټرالیايي لوبغاړي ټرېوېس هیډ له هرې څلوریزې او شپږېزې سره نندارچیانو سرونه خوځول تر هغه چې ۱۳۷ منډې یې جوړې کړې او وسوځېد.

خو د هند لپاره ډېر ناوخته شوی و. هغه وخت د اسټرالیايي لوبډلې د ګټې لپاره یوازې دوو منډو ته اړتیا لرله، ځکه خو یې سوځېدو د هندي مینه والو ولولې ونه پارولې.

د احمد اباد نرېندرا مودي لوبغالي کې د لوبې تر پایه وروسته د یو شمېر هندي لوبغاړو ترڅنګ چې اوښکې یې توېولې، مینه وال یې هم چې زیاتره یې له لېرې ځایونو ورغلي وو، له خوښیو او ولولو پاتې و، خو برعکس یوازې څو تنو اسټرالیايي لوبغاړو او مینه والو یې خندل او خوښيي یې کوله.

د هند لومړی وزیر د لوبغاړو د جامو بدلولو په خونه کې

د نړیوال جام په پایلوبه کې تر ماتې وروسته د هند لومړی وزیر د هندي لوبغاړو د جامو بدلولو خونې ته د ډاډ لپاره ورغی او ورته ویلي یې دي چې د نړیوال جام په بهیر کې د دوی استعداد او عزم د پام وړ وو. لوبغاړي یې په غېږ کې ونیول او ورته ویې ویل موږ نن او هر وخت ستاسو تر څنګ ولاړ یو.

اسټرالیايي لوبغاړي ټرېوېس هیډ د هند کپتان روهیت شرما ته د ماتې له امله ډاډګېرنه او تسلیت ویلی او هغه یې له فاینل وروسته بد نصیبه بللی دی.

که څه هم د ډېرو منډو جوړولو، ډېرو وېکټو او ښې ډګر ساتنې جایزې هندي لوبغاړو ته ورکړل شوې خو جام یې په نصیب نه و.

د هند مشهور فلمي ستوري امیتابچن په یوه پیغام کې لیکلي: "که څه هم موږ باید دا شېبه وزغموو، خو موږ په ابي جامو کې پر خپلو هلکانو ویاړو، موږ پر خپلو هندي لوبغاړو ویاړو."

د هند مشهور پخواني کرېکټ لوبغاړي عرفان پټان چې په دې نړیوال جام کې تر ډېره د تبصرې یا کمینټرۍ په برخه کې فعال و، ویلي، په دې نړیوال جام کې د هند یوازې یوه بده لوبه، هغه هم همدا پایلوبه.

شاه رخ خان: په لوبو کې ښې او بدې ورځې راځي

د هند یوه بل مشهور سینما ستوري شاه رخ خان وايي، "په دې نړیوال جام کې د هند لوبډلې لوبې د ویاړ خبره ده، دوی په زړه پورې روحیه او استقامت ښودلی. دا سپورت دی چې کله یوه یا دوه بدې ورځې پکې راځي. له بده مرغه دا نن پېښه شوه."

اسټرالیا هند ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ کال شل اوریز نړیوال جام یې خپل کړ. د پټ کومېنز په مشرۍ لوبډلې د هند او سویلي افریقا په وړاندې په پرله پسې ډول ماتې وخوړې خو په پای کې یې نهه لوبې وګټلې.

د یادولو ده چې د جام په ګټلو سره، اسټرالیا ته ۴ میلیونه ډالر انعام ورکړل شوی او هند چې دویم ځای یې خپل کړ، د دوه میلیونو ډالرو انعام ورکړل شوی. خو د هغو لسګونو زره مینه والو شور او ځوږ چې په لوبغالي کې د لوبې پیل کې و، په پای کې د اسټرالیا د بریا له نژدې کېدو سره په خاموشۍ بدل شو.