د ۲۰۲۳ کال تکواندو نړیوالې سیالۍ؛ له افغانستانه څوک په کې دي؟

تکواندو

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د تکواندو شپږویشتم پړاو نړیوالې سیالۍ د ازربایجان په باکو ښار کې روانې دي.

په دغو سیالیو کې د شپاړس وزنونو بېلابېلو کتګوریو نارینه او ښځینه لوبغاړي ګډون لري.

سیالیو ته د ۱۴۴ هېوادونو ۹۲۱ لوبغاړي ورغلي چې اووه تنه په کې افغان لوبغاړي هم دي.

دغو لوبو ته یوازې دوه ورځې پاتې وې، چې افغان لوبغاړو ته د ازربایجان ویزې ډېرې وروسته ورکړل شوې او دې چارې خپله د دوی پر چمتوالو او لوبو خپل اغېز درلود.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د محسن رضايي وه. محسن رضايي خپل لومړۍ لوبه په پوره پیاوړتیا سره وګټله. هغه وتوانېد چې خپل هانګ کانګي سیال ته ۱۲-۱ او ۱۹-۶ نمرو ستر توپیر سره ماتې ورکړي.

خو د محسن دویمه لوبه د عاج ساحل له لوبغاړي عیسی دیکاېت سره وه. عیسی پر محسن رضايي برلاسی شو او د محسن رضايي دغه ورزشي سفر ته یې د پای ټکی کېښود.

یو بل افغان فرزاد منصوري هم په دغو لوبو کې ګډون کړی خو د افغانستان په استازیتوب نه بلکې د نړۍ تکواندو فدراسیون په لوبډله کې دی.

دغه لوبې د مې پر ۲۸ پیل او د جون میاشتې تر څلورمې به روانې وي.

پرانیستونکو مراسمو ته چې په مشهور کریسټال سالون کې ترسره شول، د ازربایجان ولسمشر الهام علیوف او لومړۍ مېرمن مهربان علیوف ورغلي وو.

تکواندو یوازینۍ ورزشي لوبه ده چې افغانستان په کې د المپیک نړیوالو سیالیو دوه مډالونه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه سیالۍ د لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې د درجه بندۍ او لوړو نمرو له لارې نړیوال المپیک سیالیو ته لار ومومي. د ۲۰۲۴ کال المپیک نړیوالې سیالۍ په پاریس کې کېږي، چې د جولای له ۲۶ د اګست تر ۱۱ نېټې به دوام وکړي.

له افغانستان کومې ښځينه لوبغاړې په روانو سیالیو کې ګډونه نه دی کړی.

تکواندو یوازینۍ ورزشي لوبه ده چې افغانستان په کې د المپیک نړیوالو سیالیو دوه مډالونه لري.