د هند غوره لیګ؛ راشد خان هټرېک وکړ خو د ګوربز لوبډلې ته يې وبايلله

د خپرېدو وخت

هند کې د کرېکټ غوره ليګ "ای پي اېل" د نن ورځې لومړۍ لوبه د راشد خان د ګجرات ټيټانز او د رحمان الله ګوربز د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ وشوه، چې کلکتې په وروستي اوور کې په دريو وېکټو وګټله.

افغان لوبغاړی راشد خان چې په نننۍ سيالۍ کې د خپلې لوبډلې کپتان و، په يوه اور کې دری پرلپسې وېکټې واخيستې او هټرېک يې وکړ. دا د هند په غوره ليګ کې د نوموړي لومړی هټرېک و.

هغه د سيالۍ په خورا مهم پړاو کې توپ اچونه وکړه او په يوه اوور کې يې پرلپسې په دريو توپونو دری وېکټې واخيستې او لوبه يې کابو کړه خو په وروستي اور کې د کلکتې رېنکو سېنګ په اخري پنځو توپونو پنځه شپږيزې ووهلې او لوبه يې وګټله.

رحمان الله ګوربز پرون له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې، د راشد خان د ښې ځلېدا او د خپلې لوبډلې د بريا هيله څرګنده کړې وه.

راشد خان د ای پي اېل سږنيو سياليو لومړۍ لوبه کې غوره لوبغاړی شو او تر ډېره پرې خپله لوبډله تکيه کوي.

سږ کال پنځه افغان لوبغاړي په ای پي اېل کې لوبېږي.

راشد خان او نور احمد لکڼوال د ګجرات ټايټنز لوبډلې اخيستی دي. دوه نور توپ اچونکي فضل حق فاروقي سن رایزرز حیدر اباد او نوین الحق د لکڼو سوپر جاېنټس لوبډلو لخوا اخېستل شوي. وېکټ ساتونکي لوبغاړي رحمان الله ګوربز بيا د کلکتې ناټ راډرز لوبډلې لپاره سيالي کوي.

د هند کرېکټ غوره لیګ د نړۍ له غوره ليګونو بلل کېږي چې په ۲۰۰۷ کال پیل شوی او دا یې ۱۶ پړاو دی.

په دې لیګ کې لس لوبډلې له یوه بل سره په دوه ګروپونو کې لوبېږي.

هره لوبډله ۱۴ لوبې کوي او لږ تر لږه له یوه بل سره دوه ځلې مخ کېږي.