د کرېکټ افسانوي لوبغاړو لیګ؛ پخواني افغان لوبډلمشران د قطر دوحې ته تللي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Asghar Afghan

د عکس تشریح، د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشران نوروز منګل او اصغر افغان
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشران نوروز منګل او اصغر افغان نن (یکشنبه د مارچ ۵مه) د پخوانيو لوبغاړو په لیګ کې د ګډون په موخه د قطر دوحې ته تللي.

اصغر افغان پخپله فېسبوکپاڼه له نوروز منګل سره په ګډه له کابل هوایې ډګره یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي "د لیجنډز لیگ کې د گډون په موخه له ښکلي کابله دوحې ته."

هغه له هېوادوالو د دعا غوښتنه هم کړې.

دا دواړه افغان لوبغاړي تر یوې اوږدې مودې د افغان کرېکټ مهمه برخه پاتې شوې خو وروسته یې ځوانانو ته د ځای پرېښودو په موخه له ملي لوبډلو استعفاوې وکړې خو اصغر افغان ښکاري چې له استعفا وروسته هم په ځينې سوداګریزو لیګونو کې فعال دی.

د لېجنډز کرېکټ لیګ دا دویم پړاو دی چې د مارچ له لسمې تر شلمې قطرۍ پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي.

د دا ډول سیالیو پرانېستې لومړی لیګ د ۲۰۲۲م کال جنورۍ میاشت عمان کې شوی و.

په دغه شل اوریز لیګ کې ټولې ۷ لوبډلې ګډون لري چې دری یې سیمه ییزې او څلور شخصي سوداګریزې لوبډلې دي.

لېجنډز کرېکټ لیګ کې دری سیمه ییزې لوبډلې پدې ډول دي؛ د انډین ماهاراجاس په نوم لوبډله چې یوازې پکې هندي لوبغاړي دي، د اېشین لایېنز لوبډله چې پکې یوازې اسیایې لوبغاړي او د ورلډ جاينټس لوبډله چې پکې د نړۍ بېلابېل لوبغاړي اخيستل شوي دي.

نوروز منګل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ٢٠١٠ کال کې د نوروز منګل په مشرۍ افغان لوبډلې شل اورېزو نړيوالو اتلوليو ته لار ومونده او تر هغو پورې چې يې کپتاني محمد نبي ته سپارله نوروز منگل د افغانستان تر ټولو بريالى کپتان وبلل شو

له دې ور ها خوا تېر اکتوبر کې هندي سوداګرو څلور نوې لوبډلې هم دې لیګ کې د لېلامۍ له لارې اضافه کړې چې د نړۍ له هره ځایه هغه لوبغاړي چې اوس یې له خپلو ملي لوبډلو سره نه لوبېږي او پخپل وخت مشهور وو اخیستي دي.

پخوانی افغان لوبډلمشر اصغر افغان په اسیایي لوبډله کې دی، دغې لوبډلې د خپلو نورو لوبغاړو نومونه هم خپاره کړي چې پکې شاهد اپریدی، شعیب اختر، عبدالرزاق، دېلشان او ځينې نور دي.

د نړۍ له لر او بره او د بېلابېلو وختونو بېلابېل نور لوبغاړي هم د دغه لیګ ګډونوال دي چې ځينې خو یې ان د یو شمېر ملي لوبډلو د روزنې ٰکوچېنګ' دندې هم لري او یا یې کړي.