د افغان کرېکټ بورډ مشر: "له اماراتو سره لوبې اسانه نه ګڼو"

میرویش اشرف

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر وايي، د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره خپلې لوبې جدي ګڼي. افغان ملي لوبډله دا مهال په عربي متحده اماراتو کې په تمرینونو بوخته ده او د روانې فبرورۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه د اماراتو له لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ پیلوي.

میرویس اشرف له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په ځانګړو خبرو کې وویل، دغه لوبې د هغه پنځه کلن دوه اړخیز تړون یوه برخه ده چې افغان لوری به په کال کې د اماراتو له لوبډلې سره درې لوبې کوي چې په بدل کې به یې افغان لوري ته لوبغالي او نورې اسانتیاوې په واک کې ورکوي.

دا مهال افغان کرېکټ ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کې په نړیواله کچه لسم ځای کې ده. خو د اماراتو لوبډله بیا په لسو غوره لوبډلو کې نه راځي.

ښاغلی اشرف وايي، دوی ته ټولې لوبې مهمې دي، "شل اوریزې سیالیو کې د هر هېواد لوبډله ښه لوبه کولای شي. ځکه د اماراتو ځینې لوبغاړي اوس په یو شمېر لیګونو کې لوبېږي. نو ځکه موږ دا سیالۍ جدي ګڼو او نه غواړو چې کومه لوبه اماراتو ته وبایلو. هڅه مو دا ده چې درې واړه لوبې وګټو"

افغان کرېکټ ملي لوبډله

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي چې دا مهال د نورو هېوادو په کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې بوخت وو، د ښاغلي اشرف په وینا ډېر یې اوس بېرته لوبډلې ته ورستانه شوي او په تمرینونو بوخت دي.

نوموړی زیاتوي "د لیګونو ګټه دا ده چې لوبغاړي ښه تمرین پکې کوي، دا لوبې سختې دي او لوبغاړي ډېر څه پکې زده کولای شي."

له اماراتو لوبډلې سره سیالیو ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي، خو افغان کرېکټ بورډ لا تر اوسه دغو سیالیو لوبډله نه ده اعلان کړې، د افغان کرېکټ بورډ مشر وايي "ډېر ژر به لوبډله هم اعلان شي."

اوس مهال له افغان لوبډلې سره خپله افغان روزونکي په تمرینونو بوخت دي.

له اماراتو سره کرېکټ ملي لوبډلې سره به سیالۍ د فبرورۍ میاشتې په شپاړسم، اتلسم او نولسمو نېټو کېږي.