کرېکټ؛ په ۶۷ منډو د پاکستان ماته؛ انګلنډ ترې د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، EPA
انګلنډ کوربه پاکستان ته د کرېکټ شل اوریزو لوبو اوومه او وروستۍ لوبه کې په ۶۷ منډو ماته ورکړه او په دې توګه یې ترې دا لوبلړۍ څلور - درې وګټله.
دا لوبه لاهور کې کېده، پچه یې پاکستان ګټلې او پخپله یې لومړی د توپ اچوونې پرېکړه کړې وه.
انګلنډۍ لوبډلې ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د ډېوېډ ملان د ۷۶ منډو په مټ ۲۰۹ منډې وکړې. ملان تر پایه ونه سوځېد.
پاکستان لپاره یوازې محمد حسنین د انګلنډ یو لوبغاړی وسوځاوه او دوه نور یې د منډو پر مهال وسوځېدل.
د پاکستان لوبډلې ورکړ شوي هدف ته رسېدو لپاره ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۲ منډې جوړې کړی شوې.
پاکستان لپاره شان مسعود تر ټولو ډېرې (په ۴۳ توپونو) ۵۶ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي یې میدان کې تر ډېره پاتې نه شول.
د انګلنډ له اړخه توپ اچونه کې کرېس واکېس د پاکستان درې او ډېوډ ویلي ۲ لوبغاړي وسوځول.
د انګلنډ ډېوډ ملان د دې لوبې او هاري بروک د ټولو اوو لوبو د لړۍ ښه لوبغاړي ونومول شول.

د عکس سرچینه، PCB
بروک د دې لوبلړۍ اوو لوبو کې ۲۳۸ منډې جوړې کړې وې.
د انګلنډ لوبډله له پاکستان خپل کور کې د دې لوبلړۍ تر ګټلو وروسته د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې ګډون لپاره اسټرالیا ته روانېږي.
خو دا لوبډله به روانه اکتوبر میاشت کې د شل نړیوال جام لوبو له پیلېدو وړاندې له کوربه اسټرالیا سره هم د درېو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ ولوبوي.




















