کرېکټ: د شپږېزې هغه لوبغاړي چې ښايي د سبا ستوري شي

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, ایمل پسرلی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د شپږېزې اتم پړاو د پنجشنبه (د اګست څلورمه) په ورځ پای ته ورسېد او د سپین غر پړانګانو پکې اتلولي وګټله. د افغانستان په دې لوی کورني شل اووریز لیګ کې ګڼو نویو لوبغاړو ته د ځلېدا موقع ورکړل شوه.

د کابل لوبغالی نسبتآ کوچینی دی، منډه جوړونکو ته لا ښه دی خو په حیرانونکې توګه ډېرې منډې په لوبو کې ونه شوې. فېلډینګ تر ډېره کمزوری و.

منډه جوړونکو تر ډېره دودیزه لوبه وکړه او د شل اوویزو لوبو مناسبت ته په پام خلاقیت لږ تر سترګو شو چې سکوپ یا نورې داسې هڅې پکې وای چې عمومآ یې په شل اووریزو لیګونو او نړیوالو لوبو کې وینو. د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي چې په نړیوال ډګر منل شوي دي ښه ولوبېدل.

خو دلته موږ له دوو کرېکټ پوهانو سره تر غږېدو وروسته داسې ۱۱ کسیزه لوبډله غوره کړې چې زلمي لوبغاړي دي، په ملي لوبډله کې لا نه دې لوبېدلي او د دوی لوبې، تخنیکي وړتیا او استعداد ته پام شوی دی.

د شپږیزې د لوبو مبصر حکیم احمدزی او کرېکټ پوه مشتاق رحیم چې دا سیالۍ یې تعقیبولې داسې ۱۱ کسیزه لوبډله ټاکلې چې پنځه بټسمینان، یو ویکټ ساتی، یو بېټینګ الراونډر، دوه ورو بالران او درې تېز بالران لري. دا لوبغاړي که خواري وکړي ښايي د کرېکټ راتلونکي لوی ستوري شي.

۱- حسن عیسی خېل

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اووریزو لوبډلې د کپتان محمد نبي ۱۵ کلن زوی دی. د بست لوبډلې لپاره یې په اتو لوبو کې ۲۱۴ منډې وکړې.

سرعت یې په هرو سلو بالونو څه کم ۱۱۰ منډې وې. تر ټولو ډېرې یې ۷۶ منډې وکړې او دوې پنځوسیزې یې درلودې.

د توپوهنې ښه وړتیا لري، په اف سایډ ښه لوبه کوي، کټ او ډرایو لري، همدارنګه په پول کې هم پیاوړی دی، ورو او تېز بالر دواړه ښه لوبوي خو فیلډېنګ یې کمزوری دی، که څه هم څو ښه کېچونه یې ونیول خو لا هم باید ډېر کار وکړي.

د دې ترڅنګ که په لا پیاوړي کرېکټ کې ډېر پاتې شي نو له فشار سره به هم په لوبو کې روږدی شي او ورسره به یې لوبه کې نور بدلون راشي. شاید د ۱۹ کلنو په لوبډله کې په ځای موندلو په نړیوال ډګر کې د لوبو موقع ومومي.

۲- اصغر اتل

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د امو لوبډلې لپاره یې په پنځو لوبو کې ۱۳۹ منډې وکړې چې په هرو سلو بالونو یې سرعت څه باندې ۱۵۲ منډې وې. اصغر اتل هم دوه پنځوسیزې وکړې.

د کورني کرېکټ یو له بهترینو ځوانو توپوهونکو بلل کېږي، د نوي بال ښه لوبغاړی دی، فاسټ بالران ډېر ښه لوبوي، پول شاټ یې ډېر ښه دی، زړوره لوبه کوي چې په لوړ لېول کرېکټ کې ډېره اړینه ده.

د شپږیزې په ترڅ کې یې د ملي لوبډلې د تکړه کیڼ لاسي سپنېر حمزه هوتک په وړاندې ډېره ښه لوبه وکړه او ویې ښووله چې ورو بالران هم ښه لوبولی شي. د ده بله ځانګړنه دا ده چې ښه اف سپېن توپ اچونه هم کوي چې دا د لوبډلمشر لاس خلاصوي چې کله کله د اړتیا پر مهال ترې کار اخیستی شي.

۳- بهار علي شینواری

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

دی هم د سپین غر لوبډلې غړی و. په شپږو لوبو کې یې د یوې پنځوسیزې په مرسته ۱۲۳ منډې وکړې چې سرعت یې په هرو سلو بالونو کې څه باندې ۱۳۶ منډې وې.

دغه ۲۱ کلن ځوان دا څو کاله په کورني کرېکټ کې لوبېږي، یو له ښو کیڼ لاسو اوپنرانو دی، فاسټ بالران او سپېنران دواړه ښه لوبوي، خو باید په خپل فېټنېس ډېر کار وکړي چې غټ لېول کرېکټ ته چمتو شي.

۴- عثمان نوري

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

له هندوکش لوبډلې سره یې پنځو لوبو کې برخه لرله چې ټولې یې ۱۰۴ منډې وکړې. تر ټولو ډېرې یې ۷۲ وې. سرعت یې په هرو سلو بالونو باندې د څه باندې ۱۴۴ منډو و.

له څو کلونو راهیسې په کورنیو لوبو کې لوبېږي خو دا یې لومړی ځل و چې په شپږیزه کې لوبېده. ښه لوبغاړی ښکاري، ښه شاټونه لري، که وخت ورکړل شي او په کورني کرېکټ کې پرله پسې ولوبول شي ښايي ښه لوبغاړی ترې جوړ شي

۵- زبید اکبري

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د هندوکش دغه ۲۲ کلن ستوري په پنځو لوبو کې ۱۴۴ منډ‌ې وکړې چې یوه پنځوسیزه یې هم لرله. سرعت یې په هرو سلو بالونو د څه باندې ۱۰۶ منډو و.

زبید ښايي د افغانستان لپاره په راتلونکي کې یو بهترین الرونډر شي. په کیڼ لاس توپوهنه کوي، ترڅنګ یې په کیڼ لاس ورو توپ اچونه کوي، فیلډېنګ یا په ډګر کې د توپ ټولولو چاره یې هم ښه ده.

په ټاپ او میډل آرډر کې لوبه کوي او د درې واړو فارمټونو ښايي غوره لوبغاړی شي.

۶- مسعود ګربز، ویکټ ساتی

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د کابل بازانو دا زلمی لوبغاړی د ملي لوبډلې د لوبغاړي رحمن الله ګربز کشری ورور دی. ده اووه لوبې وکړې که څه هم په پنځو کېچونو او ۴۵ منډو یې ښايي لوبه ډېر د پام وړ ونه بولي خو د ده کمکي عمر ته په پام سره د لوبې تخنیک یې د ښه راتلونکي ښکارندويي کوي.

په یو حساب د خپل ورور کاپي دی خو د رحمن ګربز غوندې مسعود ګربز لا پوخ شوی نه دی. زړور دی، لېګ سایډ ته ښه شاټونه وهي، کله کله د رحمن ګربز غوندې سلاګ سویپ هم وهي، د سکوایرلېګ او فاین لېګ ترمنځ یې بېټینګ د پام وړ وي، د فاسټ بالر پرتله په سپېنرانو ښه بټینګ کوي او یو ښه والی يې دا دی چې مخامخ شاټونه هم ښه وهي.

که مبالغه ونه شي نو مخامخ بټینګ یې ښايي تر ګربز بد نه وي، شاټ پېچ بیا د ګربز غوندې ښه نه شي وهلی او ډېر کله پرې اوټ کېږي، د ویکټو تر منځ منډې یې ډېرې ښې دي، چابک دی او فېټ دی.

ويکټ ساتنه کې فاسټ بالر باندې ښه کپینګ کوي، خو سپېنر کې کار ته اړتیا لري.

۷- فرمان الله ساپی

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د بند امیر دغه ۲۱ کلن الراونډر په اوو لوبو کې ۱۶۵ منډې وکړې چې تر ټولو ډېرې یې ناسوځېدلې ۵۳ وې. سرعت یې په هرو سلو بالونو څه باندې ۱۳۵ منډې وې.

په کیڼ لاس توپوهنه او په ښي لاس د منځوي سرعت دغه بالر په شپږیزه کې دوې ویکټې واخیستې. له څه مودې راهیسې په کورنیو سیالیو کې لوبېږي چې تر اوسه ډېر ښه ثابت شوی دی.

په روانو شپږیزه سیالیو کې دوه ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

۸- اظهار الحق نوید

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د سپین غر دغه ۱۸ کلن لېګ برېک بالر په روانو شپږیزو سیالیو کې په لسو لوبو کې ۱۲ کسه وسوځول چې غوره بالېنګ یې د ۲۳ منډو په بدل کې څلور کسه سوځول وو.

ده د څه باندې ۱۸ په اوسط ویکټې واخیستې او په هر اوور کې یې څه باندې شپږ نیمې منډې ورکړې. د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې دغه زلمی لوبغاړی ډېر ښه لیګ بریک بال کوي خو ګوګلي باندې باید کار وکړي.

نوید د افغانستان د لېګ برېک بالرانو په ډله کې د روښانه راتلونکې لوبغاړی بلل کېږي چې واردمخه د نړۍ په ځینو مخکښو شل اووریزو لیګونو کې سترګې وراوښتي دي.

۹- ابراهیم عبدالرحیمزی

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

دغه ۲۳ کلن تېز بالر په خپلې ښې توپ اچونې په شپږیزه لیګ کې د ډېرو پام ورخپل کړ. دی د سپین غر له لورې لوبېده، په حیرانونکې توګه ده یوازې پنځه لوبې وکړې خو نهه کسان یې وسوځول چې غوره بالېنګ یې د لسو منډو په بدل کې د درو لوبغاړو سوځول وو.

دی یوازې د څه باندې پنځو منډو په ورکړه یو له هغو بالرانو ثابت شو چې په شپږیزه کې پرې منډې ډېرې نه کېدې.

دی له دې وړاندې یوازې په نوي بال ښه و خو په تېرو سیالیو کې یې په نوي بال د بهترینې توپ اچونې ترڅنګ په زاړه بال هم ښه توپ اچونه وکړه.

دواړو خواوو ته یې بال تاوېږي او په زاړه بال د ریورس سوېنګ وړتیا هم لري. دی د خپل سرعت د بدلېدا کمال لري او د شپږیزې په وروستیو اوورونو کې بریالی ثابت شو

۱۰-سلیم ساپی

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د بست لوبډلې دغه ۱۹ کلن تېز په ونه دنګ بالر په نهو لوبو کې ۱۱ کسه وسوځول او په هر اوور کې یې د څه باندې شپږ نیمو منډو په ورکړه ثابته کړه چې په شل اووریزو لوبو کې پرې منډې په اسانه نه جوړېږي.

په بغلان ولایت کې زېږېدلي سلیم ساپي یو ځل په وروستي اوور کې د ملي لوبډلې تجربه لرونکي لوبغاړي او پخواني لوبډلمشران ګلبدین نایب او اصغر افغان پرېنښوول چې نهه منډې ترې وکړي.

بل ځل یې بیا سپین غر لوبډله پرېنښوده چې په وروستي اوور کې د بري لپاره ۱۳ منډې وکړي. سلیم د افغان کرېکټ د راتلونکي لپاره ښه لوبغاړی دی چې باید کار ترې واخیستل شي.

۱۱- الله محمد غضنفر

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د ميس عینک دغه ۱۵ کلن زلمی د ډېرو په ګومان د ملي لوبډلې د مجیب الرحمن کاپي دی. دی څو ډوله توپ اچونه کوي.

له ونې لوړ دی چې سپېن توپ اچونه یې نوره هم اغېزمنه کوي، ځکه چې بال یې له نسبتاً لوړه ځایه را غورځي او ورسره اضافه باونس پیدا کوي.

د ده په ګوتو کې د توپ نیولو بڼه او یا یې د راغورځولو پر وخت د مټ حرکت منډه وړونکي ته نه ښکاري چې کومې خوا ته به یې توپ ځي. دا حالت د بالر اغېزمنتیا نوره هم زیاتوي.

په روانه شپږیزه کې ده یوازې درې لوبې وکړې چې پنځه لوبغاړي یې پکې وسوځول. په یوه لوبه کې یې د ۱۵ منډو په بدل کې څلور کسه اوټ کړل.

په هر اوور کې یې یوازې څه باندې شپږ منډې ورکړې. دی هم یو له هغو بالرانو دی چې باید په ۱۹ کلنو لوبډله کې ځای ومومي او لا ډېره تجربه ترلاسه کړي.

عکسونه له ښاغلي سيد حسرت سادات څخه په مننه