تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د کابل کرېکټ لوبغالي کې چاودنه په سختو ټکو غندلې
د ملګرو ملتونو سرمنشي کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې د بشردوستانه قوانینو خلاف کار بللی دی.
دا چاودنه تېره ورځ کابل کې د کرېکټ لوبغالي کې وشوه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش پر ټویټر لیکلي، "د کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د جمعې ورځې هغه برید په سختو ټکو غندم چې لږترلږه ۱۹ ولسي وګړي پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول".
نوموړی وايي، پر ولسي وګړو او ناپوځي هدفونو برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف او شدیداً منع شوی کار دی.
کابل کې د پاکستان سفارت هم دا برید غندلی او وايي چې د تېرې ورځې دغه چاودنه د "ګڼو خلکو د کړاو او ټپي کېدو لامل شوه".
منصور احمد خان له افغانانو سره خپله همغږي ښودلې ده.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي ته ويلي، په دې پېښه کې دوه تنه مړه او څو تنه ټپيان شوي دي.
همدا ډول نوموړي وړاندې ظاهراً دغو ټویټونو او د قربانیانو د شمېرو په اړه د بېلابېلو خبرونو په غبرګون کې ویلي وو:
"له خپلو هېوادوالو، بهرنيو مېلمنو، ډیپلوماتانو او نړېوالو ادرسونو څخه مو هیله ده چې په مستقیم ډول د هغو شریرو افرادو لپاره د کمپاین ښکار نشي کوم افراد چې دلته د افغانانو خوښي نه غواړي! له دوی څخه مو هیله ده چې د پېښې پر وخت د امنیتي ځواکونو منابع وڅاري."
تېره ورځ جمعه د کابل ایمرجنسي روغتون اعلان وکړ چې د کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي چاودنه کې ۱۳ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
دغه روغتون پر ټویټر لیکلي وو، ۱۲ ټپیان بستري شول او یو یې له سربېرنې درملنې وروسته رخصت کړل شو.
وړاندې د افغانستان د کرېکټ اجرائیوي مشر نصیب خان په یوه وېډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې، ویلي وو په دې چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي چې ټول د کرېکټ نندارچیان دي.
ده ویلي چې لوبغاړو او د کرېکټ بورډ غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
عیني شاهدانو ویلي، چاودنه د کرېکټ نندارچیانو منځ کې شوې.
که څه هم تر اوسه د چاودنې لامل نه دی روښانه شوی، خو عیني شاهدانو ویلي، هلته چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.
د لوبو وړیا تماشا
د جمعې ورځې د چاودنې پرمهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مرستیال رامز الکبروف هم لوبغالي کې و. نوموړي د پېښې د بشپړو او شفافو تحقیقاتو او د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنیو رپوټونو له مخې، د جمعې په مازدیګر شاوخوا ۱۶:۱۰ بجې د لوبې پرمهال چاودنه وشوه.
یوناما وايي، سیمه ییزو روغتونونو وویل چې دوی ته ډېر ټپیان وروړل شوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم تېره شپه په یوه ټویټ لیکلي وو چې د لوبې پرمهال چاودنې سخت غمجن کړی دی.
نوموړی وايي، "په هېڅ ډول تاوتریخوالی خپل هدف ته نه شي رسېدلی".
د افغانستان کرېکټ بورډ تر چاودنې یوه ورځ وروسته د کرېکټ مینه والو او تماشاچیانو ته د وړیا لوبې لیدلو زېری ورکړی دی.