تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار: کرېکټ لوبغالي کې چاودنې درې لوبغاړي ووژل
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
- د خپرېدو وخت
د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې نن 'جمعه فبرورۍ نهمه ' مازديګر ناوخته د کرېکټ يو ځايي لوبغالي کې چاودنې درې تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي.
چارواکي وايي، چاودنه مازديګر ناوخته څه کم پنځه بجې د چهاردهي سيمې د کرېکټ په يو لوبغالي کې داسې مهال شوې چې د کرېکټ لوبه په کې روانه وه.
د بټي کوټ ولسوال نعمت نورزي بي بي سي ته وويل، چاودېدونکي توکي د لوبې له پيله مخکې د پیچ په منځ کې ايښودل شوي و.
هغه وویل:
''د کرېکټ لوبه روانه وه چې چاودنه وشوه، چاودېدونکي توکي د پيچ په منځ کې اېښودل شوي وو. ''
د ننګرهار د والي وياند وايي، وژل شوي کرېکټ لوبغاړي دي چې يوه يې زده کوونکی او دوه يې د پوهنتون محصلين وو.
عطاء الله خوږياڼي بي بي سي سره خبرو کې زياته کړه چې نن د رخصتۍ ورځ وه او ګڼ ځوانان د ساعت تېرۍ لپاره دغه ځای کې ټول شوي وو چې چاودنه شوې.
هغه زياته کړه:
''نن ګڼ خلک چې رخصتي وه، د کرېکټ لوبې کولو او لوبې سيالۍ لپاره ټول شوي وو چې چاودنه رامنځته شوې. درې لوبغاړي په کې وژل شوي او دوه نورټپيان دي. ''
ښاغلي خوږياڼي، د يو ژوبل روغتيايي وضيعت د اندېښنې وړ وباله.
تر دې دمه د پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
بټي کوټ د ننګرهار يوه له نا امنو ولسوالیو ده چې د وسله والو طالبانو نفوذ په کې ډېر او وخت ناوخت ترې د ناامنیو او پېښو راپورونه ترلاسه کېږي.