بېن سټوکس ټېسټ لوبو ته د انګلنډ لوبډلمشر ټاکل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ لوبې وتلی الراونډر لوبغاړی بېن سټوکس ټېسټ لوبو لپاره د انګلنډ لوبډلمشر ټاکل شوی. دی به د پخواني لوبډلمشر جو روټ ځای ناستی وي.
۳۰ کلن سټوکس له تېرو څو کلونو راهیسې د انګلنډ لوبډلې یو تر ټولو مهم لوبغاړی دی او په شل اوره، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې خپلې ملي لوبډلې ته ځلېدلی.
ده به ۷۹ ټېسټ لوبو کې ۵۰۶۱ منډې کړي او ۱۷۴ لوبغاړي یې سوځولي.
جو روټ څو اوونۍ وړاندې ټېسټ لوبو کې د انګلنډ له لوبډلمشرۍ استعفا کړې وه. دی پنځه کاله د انکلنډ د ټېسټ ټیم لوبډلمشر وو او ۶۴ لوبو کې یې د خپلې لوبډلې مشري کړې وه.
بېن سټوکس په دې تړاو وايي: "ټېسټ لوبو کې د انګلنډ لوبډلمشرۍ فرصت موندل زما لپاره لوی درناوی دی. زه سږ دوبي کې راتلونکو لوبو ته سترګې پر لار یم."
د لوبډلمشر په توګه د بېن سټوکس لومړۍ لوبه به د نیوزیلنډ پر وړاندې وي چې ټاکل شوې د جون په دویمه نېټه د لندن په لارډز لوبغالي کې وشي.
بېن سټوکس له دې وړاندې په ۲۰۲۰ کې د وېسټ انډیز پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه کې د انګلنډ لوبډلمشري کړې وه چې انګلنډ په کې ماتې خوړلې وه. سټوکس د جو روټ په تړاو وايي:
"زه د جو روټ ډېر منندوی یم. ده د انګلنډ کرېکټ لپاره ډېر څه کړي او د دغې لوبې تر ټولو غوره سفیر دی. هغه زما کلک ملاتړی دی او د لوبډلمشر په توګه زما روزولو کې یې مهم رول لاره."

د عکس سرچینه، Getty Images
سټوکس د انګلنډ کرېکټ بورډ نوي مشر راب کي لخوا د ټېسټ لوبدلمشر وټاکل شو. دی وايي:
"سټوکس ته د لوبډلمشرۍ وړاندیز کولو پرېکړه زما لپاره اسانه وه. دی ټول هغه صلاحیتونه او مهارتونه لري چې ټېسټ کرېکټ کې زموږ د لوبډلې پرمختګ لپاره مهم دي. خوښ یم چې ده مو وړاندیز ومانه."
بېن سټوکس تېر کال دوبي کې د رواني روغتیا له امله له کرېکټ لوبې دمه کړې وه او په تېر شل اوریز نړیوال جام کې هم د انګلنډ لوبډله کې نه وو.له لوبډلمشر وروسته اوس د انګلنډ کرېکټ بورډ ټول پام ملي لوبډلې لپاره د روزونکي په لټې اوښتی. پخوانی روزونکی کرېس سېلورووډ فبرورۍ میاشت کې اشېز لوبو لړۍ کې له څلور صفر ماتې وروسته له دندې شړل شوی وو.
انګلنډ ملي لوبډلې تېرو نهو ټېسټ لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې او په تېرو ۱۷ لوبو کې یوازې د یوې لوبې په ګټلو توانېدلي.




















