نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام: افغان لوبډله زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره منځلوبو ته ووته

د عکس سرچینه، ACB
د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې افغان لوبډلې زمبابوې ته په ۱۰۹ منډو ماته ورکړه او له دې سره يې منځلوبو يا کوارټر فاينل ته لار ومونده.
افغانستان د پچې له ګتلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه. زمبابوې ونتوانېده ټاکلی هدف پوره کړي، ټوله لوبډله يې په ۳۷ اور کې د ۱۵۲ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغانستان لپاره لوبډلمشر سليمان ساپي د سليزې په وهلو سره ۱۱۱ منډې وکړې. د ده تر څنګ ننګيالي خروټي ۵۰، محمد اسحاق ۳۹ او اعجاز احمدزي ۲۱ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لپاره متيو وېلچ ۵۳، روګن ولټر ۲۸ منډې وکړې. له دغو دواړو لوبغاړو پرته په منډو جوړولو کې بل کوم لوبغاړی د پام وړ منډې ونشوی کړی.
په توپ اچوونه کې د افغانستان ننګيالی خروټی ښه وځلېد او څلور لوبغاړي يې وسوځول. د ده تر څنګ شاهد الله حسني او اظهارالحق دوې دوې وېکټې ترلاسه کړې.
په دې سياليو کې افغانستان تر دې مهاله دوې لوبې کړې چې يوه یې له پاپوا نيو ګيني ګټلې او بله يې پاکستان ته بايللي ده.

د عکس سرچینه، ACB
په نننۍ سيالي کې د افغانستان لپاره بلال سعيدي، ننګیالي خروټي، سليمان ساپی، الله نور، محمد اسحاق، عبدالهادي، اعجاز احمدزی، اظهار الحق نويد، شاهدالله حسني، بلال سميع او نور احمد شامل دي.
د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې روانې دي. په دې سياليو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان چې په سي ( C) ګروپ کې ځای لري په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډېده، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.
ټاکل شوې چې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د منځني پړاو سياليو ته لار ومومي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اووه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې نيمه پايلوبې ته لار هم موندلې وه.

د عکس سرچینه، ACB























