ای سي سي افغانستان کې د کرېکټ وضعیت ارزولو لپاره کاري ډله وټاکله

د خپرېدو وخت

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په افغانستان کې نارینه او نجونو د کرېکټ عمومي وضعیت او همدا راز د افغانستان کرېکټ بورډ‌ د چارو ارزولو لپاره یوه کاري ډله ګومارلې ده.‌

ای سي سي دا پرېکړه د سه شنبې پر ورځ په دوبۍ کې خپله یوه مهمه غونډه کې کړې ده.‌

یادې شورا په دې تړاو خپله لنډه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه یې افغانستان کې د حکومت د بدلېدو په تناظر کې کړې ده.

په دې کاري ډله کې عمران خواجه د مشر په توګه او ترڅنګ یې راس مېکالم، لاوسن نایډیو او رمیز راجه شامل دي.‌

دوی ته دنده سپارل شوې چې افغانستان کې د کرېکټ عمومي وضعیت ارزونه وکړي او راتلونکو میاشتو کې د ای سي‌ سي د مشرانو بورډ ته خپل رپوټ وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ بورډ د بيان له مخې د کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف او اجراييه رئيس نصيب خان د کرېکټ نړيوالې شورا، د هند او پاکستان د کرېکټ له چارواکو سره غير رسمي ليدلي دي او د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ په اړه يې خبرې کړې دي.‌

یاده دې وي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې هېواد کې د نجونو د کرېکټ په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پخوانیو مشرانو ویلي،‌ طالبانو د نجونو د کرېکټ‌ په اړه مثبت ځواب او ډاډ‌ ورکړی.‌

خو په عمل کې د افغانستان د نجونو د کرېکټ لوبډلې برخلیک لا هم نه دی څرګند او مالومه نه ده چې څه وخت به د فعالیت اجازه ورکړل شي.

"وضعیت ته په کتو به پرېکړه کوو"

د ای سي سي مشر ګرېګ بارکلې په دې اړه ویلي، یاده شورا ژمنه ده چې په افغانستان کې د نارینه و او ښځو د کرېکټ ودې لپاره د افغانستان د کرېکټ بورډ ملاتړ ته دوام ورکړي.‌

نوموړي‌ویلي: "موږ په دې باور یو چې د دې هدف ترلاسه کولو تر ټولو اغېزناکه لار دا ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ له خپل نوي حکومت سره په دې اړه خبرې او کار وکړي.‌ موږ به یې دې چاره کې ملاتړ کوو".

ښاغلي بارکلې ویلي، د افغانستان په څېر یو هېواد کې چې ځوانانو یې تر هر بل ځای ډېره بې ثباتي او ګډوډي لیدلې، د کرېکټ ملي لوبډله د ټول ملت لپاره یو ویاړ دی او ټولنه کې یې مثبت بدلون راوستی.‌

نوموړی وایي،‌ هڅه به کوي چې افغانستان کې د کرېکټ دا حیثیت خوندي‌ وساتي او د افغانستان کرېکټ‌ بورډ په مرسته به د مثبت بدلون راوستلو هڅه کوي.‌

خو نوموړي په ورته مهال خبرداری ورکړی چې وضعیت به له نږدې څاري او ورته په کتو به پرېکړې کوي.‌

یاده دې وي چې د اسټرالیا کرېکټ‌ بورډ وار د مخه افغانستان کې د نجونو د کرېکټ په تړاو د اندېښنو له کبله له افغان ملي لوبډلې سره خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې ده.‌

ټاکل شوې وه چې دا لوبه د روانې نومبر میاشتې په وروستیو کې په اسټرالیا کې وشي،‌ خو لا ورته کومه نوې نېټه نه ده اعلان شوې.‌