تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: بنګله دېش او سکاټلنډ خپلې سيالۍ وګټلې
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام ګروپي يا لومړي پړاو نننيو سياليو لومړۍ لوبه کې بنګله دېش پاپوا نيو ګيني ته په ۸۴ منډو ماتې ورکړه.
بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لپاره لوبډلمشر محمد الله ۵۰، شکېب الحسن ۴۶، لېتن داس ۲۹ او افيف حسين ۲۱ منډې جوړې کړې.
د پاپوا نيو ګيني لپاره کابو موريا، ډمين راوو او اسد والا د بنګله دېش دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د بنګله دېش له خوا د ټاکل شوي ۱۸۲ منډو هدف په ځواب کې پاپوا نيو ګيني د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوزاې ۹۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.
يادې لوبډلې د پیل اووه اوېکټې ژر ژر يو پر بل پسې له لاسه ورکړې خو کېلپېن ډوريګا وتوانېد چې ناسوځېدلې ۴۶ منډې جوړې کړي.
سکاټلنډ لوبډلې عمان په اوو وېکټو مات کړ
د کرېکټ شل اوريزو جام ګروپي پړاو سياليو دويمه لوبه د عمان او سکاټلنډ تر منځ وشوه. عمان د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې سکاټلنډ ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه چې سکاټلنډ په اتلسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د عمان لپاره اقبال الياس ۳۷، ذيشان مقصود ۳۴ او محمد نديم ۲۵ منډې جوړې کړې.
بل پلو د سکاټلنډ جاش ډېوي درې، سفيان شريف او مايکل لېسک دوې دوې وېکټې ترلاسه کړې.
د سکاټلنډ لپاره لوبډلمشر کېلي کواټزر تر ټولو ډېرې (۴۱) منډې وکړې د ده ترڅنګ رېچي برېنګټن ۳۱ او متيو کراس ۲۶ وکړې.
سکاټلنډ له دې بريا سره اوس د کرېکټ نړيوال جام ۱۲ غوره لوبډلو ته لار وموندله.
د کرېکټ نړيوال جام ګروپي پړاو سيالۍ په عمان کې ترسره کېږي او ټاکل شوې د بل پړاو سيالۍ په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي.