کرېکټ: انګلنډ هم له پاکستان سره د لوبو لړۍ لغوه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
انګلنډ له پاکستان سره د نارينه او ښځينه وو د کرېکټ لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه په اکتوبر مياشت کې ترسره شي لغوه کړه.
له ۲۰۰۵ کال راهيسې به دا پاکستان ته د انګلېنډ د نارينه وو لوبډلې لومړنی سفر و، په داسې حال کې چې د ښځينه لوبډلې هېڅکله هم دې هېواد ته سفر نه دی کړی.
د تېرې جمعې پر ورځ نيوزيلنډ هم د "امنيتي ګواښ" له کبله له پاکستان سره لوبې لغوه کړې او خپل ټيم يې بېرته خپل هېواد ته وروغوښت.
د انکلنډ او وېلېز کرېکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، "موږ پوهېږو چې دغه سيمې ته د سفر په اړه اندېښنې شته". دوی وايي موږ په دې باور يوو چې که د لوبو دغه لړۍ ترسره شي دا به د کورونا وبا د بنديزونو ترڅنګ پر لوبډله نور هم فشار زيات کړي".
ټاکل شوې وه چې انګلنډ له پاکستان سره د اکتوبر پر ۱۳، ۱۴ دوې شل اوريزې لوبې وکړې او د دې تر څنګ پر ۱۷، ۱۹ او ۲۱ درې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي.
بل لور ته د پاکستان کرېکټ بورډ مشر رميز راجا د انګلنډ پر دغه پرېکړه "خواشيني څرګنده کړې او وايي دا د پاکستانۍ لوبډلې لپاره د بیدارېدو غږ دی چې په نړۍ کې تر ټولو غوره ټيم شي تر څو نورې لوبډلې ورسره له بهانو له جوړولو پرته لوبې وکړي".
په ۲۰۰۹ کال کې د شري لنکا پر لوبډله له وسله وال بريد وروسته په پاکستان کې د شپږو کلونو لپاره هېڅ نړيوال کرېکټ نه و شوی. پاکستان د خپلو کورنيو لوبو ډېری لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کولې.
په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان کې بېرته نړيوال کرېکټ پيل شو او په ۲۰۱۹ کال کې يې له ۱۲کلونو وروسته د ټېسټ لوبو کوربتوب وکړ.



















