کرېکټ: نوين الحق د انګلنډ له لېسټرشاير لوبډلې سره تړون وکړ

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان چټک توپ اچوونکی يا بالر نوين الحق به راتلونکی اوړی د بريتانيا لېسټرشاير کونټي سره په ټي ۲۰ بلسټ سياليو کې لوبېږي.
يادې لوبډلې له نوین الحق سره تړون لاسليک کړی دی.
۲۱ کلن نوين الحق د افغان ملي لوبډلې او د اسټراليا بېګ بش لېګ تر څنګ د نړۍ ځينو نورو بېلابېلو ليګونو کې هم لوبېدلی او ګڼې لاسته راوڼې يې لرلې دي.
نوين الحق په شل اوريزو سياليو کې تر دې مهاله ټولې ۵۵ وېکټې اخيستې دي او ټاکل شوې ده د ۲۰۲۱ کال هند غوره ليګ بولۍ يا ليلامۍ ته هم وړاندې شي.
نوموړي د کرابين ليګ سياليو يوه لوبه کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي سوځولي وو.
د لېسټر شاير روزونکي پاول نېکسن وايي، نوين الحق په شل اوريزه لوبو کې "خورا ثابت لوبغاړی دی. د توپ سرعت کې بدلون راوستلو سره کولی شي توپ اچوونه وکړي او د توپ اچولو ځانګړی انداز به يې د مخالف لپاره لوبول پېچلی کړي".
نوموړي، نوين الحق باصلاحيته لوبغاړی بللی چې په وينا "زموږ ځوانه لوبډله به د ده په څېر د لوړې کچې لوبغاړي څخه ډېر څه زده کړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې وړاندې راشد خان او محمد نبي هم د ټي ۲۰ بلسټ سياليو کې لوبېدلي دي.
د ټي ۲۰ بلسټ سيالۍ هر کال دوبی د انګلنډ او وېلز د کونټيو تر منځ ترسره کېږي چې د کورنيو لوبغاړو تر څنګ بهرني لوبغاړي هم په کې لوبېږي.
سږنۍ ټي ۲۰ بلسټ سيالۍ د روان کال د جون پر نهمه نېټه پيلېږي چې لېسټرشاير به خپله لومړنۍ لوبه کې له لنکشاير سره مخ وي.
لېسټرشاير لومړڼۍ لوبډله ده چې د انګلنډ د کورني کرېکټ دغه شل اوريزه سيالۍ يې درې ځله په ۲۰۰۴، ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کې ګټلې دي.



















