د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام: پاکستان له افغانستانه لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

د خپرېدو وخت

د ای سي سي ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام منځلوبو سیالیو لړ کې نن جنوري ۳۱ مه د سویلي افریقا بینوني ښارګوټي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د بېټنګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د ۴۹ اعشاریه یو اورنو له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۸۹ منډې یې وکړې.

افغان لوبډلې دې سره پاکستان ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

په ځوابي لوبه کې پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې په ۴۱ اعشاریه یو اوور کې هدف ته ورسېده او لوبه یې داسې حال کې په شپږو وېکټو وګټله چې ۵۳ توپونه یې لا هم پاتې وو.

د پاکستان له لوري محمد هریره او حیدرعلي لوبه پیل کړه.

محمد هریره د پاکستان له لوري تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر فرحان ذاخېل ۴۰، عبدالرحمان ۳۰، رحمان الله ۲۹ او عابد محمدي ۲۸ منډې وکړې. پاکستاني بالرانو محمد عامرخان درې او فهد منیر دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام به د ۲۰۲۰ کال د جنوررۍ میاشتې له ۱۷ د فبرورۍ تر ۹ مې نېټې په سویلي افریقا کې ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو وېشتل شوې دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

افغانستان په ډي ګروپ کې دی، او ورسره کوربه هېواد سویلي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات هم شته.

په اې ګروپ کې هند، جاپان، نیوزیلنډ او شري لنکا لوبډلې راغلي دي. په بي ګروپ کې بیا د اسټرالیا، انګلنډ، وېسټ انډیز او نایجریا لوبډلې ځای لري. او همدا راز په سي ګروپ کې د پاکستان، بنګله دېش، سکاټلنډ او زمبابوې لوبډلې دي.

نور جزیات لږ وروسته...