د لومړي ځل لپاره افغانستان د سکي نړیوالو سیالیو ته لار وموندله

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نړیوالو لوبو کې له ۶۰ ډېر هیوادونه برخه لري.
د خپرېدو وخت

دا سیالۍ د روانې فبرورۍ پر ۱۶مه د سویس په سینټ مورټس ښار کې د نړۍ د څه باندې ۶۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ پیلېږي.

په دې سیالیو کې د سکي دوه افغان لوبغاړي سجاد حسیني او علي شاه د افغانستان په استازیتوب لوبېږي.

ښاغلي حسیني له سویسه د ټیلېفون پر کرښه بي بي سي ته وویل، له تېرو درو کلونو راهیسې یې په دې سیالیو کې د ګډون لپاره تمرینونه کول:

"له دې مخکې مې څلور سیالۍ کړې او دغو سیالیو لار راته برابره کړه چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړم".

د هغه په اند، دا هم د افغان لوبغاړو لپاره لویه خبره ده، چې له اروپايي هېوادونو سره سکي لوبه کوي.

خو زیاته یې کړه، چې له سیمه ییزو هېوادونو، لکه ایران، تاجکستان، قرغزستان او نورو سره سیالي کولی شي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې سکي لوبه ډېره شوې او اوسنۍ واورې بیا د دې لوبې مینوال هڅولي چې دا لوبه وکړي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سکي لوبه هم د واورې ورښت سره تړلې.