د کبانو او لبنیاتو یو ځای خوړلو له کبله ایا رښتیا هم د پیس یا برګي په ناروغۍ اخته کېږئ؟

پیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پیس یا بره ګي ناروغي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خوړو د خوند او رنګ خبرې خو هر چېرې کېږي خو ډېر کله به مو داسې فرضیې او خبرې هم اورېدلي وي چې که دا خواړه له پلاني خوړو/لبنیانو سره یو ځای وخورئ ښه نده یا مو په یوه ناروغۍ اخته کوي.

په مني او ژمي کې چې د کبانو د خوړو شوقیان ډېر او بازارونه یې ګرمېږي ورسره دا باور هم ډېر اورېدل کېږي چې پام له کب سره پۍ (شیدې، مستې، تروې) ونه څښئ.

د دسترخوانو په سر دا موضوع ډېر کله ګرمه وي چې که له کب وروسته پۍ څښی نو خدای مکړه د پیس یا برګي په ناروغۍ مو اخته کوي.

باور دا دی چې له دې ګډو خوړو سره پر بدن سپینې نښانې را وځي او دا د پوستکي په بېلابېلو برخو را برسېره کېدای شي.

د دې باورونو په اړه چې څومره هم پلټنه وشي له ساینسي څېړنو سره سر نه لګوي خو موندنې ښیې چې د کب له پاسه د پیو نه خوړلو باورونه ډېر ځایه عام دي او په دې اړه د یهودانو یوه فرقه زښته زیات احتیاط کوي.

ځینو دا هم لیکلي چې د کب او لبنیاتو ګډ نه خوړلو فلسفه له یوناني طبه اخیستل شوې او په وینا یې که له دې ګډو خوړو د پیس ناروغۍ نه هم رامنځ ته کېږي خو کله نا کله په ځينو کسانو کې د معدې ځينې ستونزې را ولاړولی شي.

له دې ټولو سره په ډېرو عصري بازارو او د دروغتیا د سختې پلټنې لاندې هوټلونو کې هم لبنیات او کبان ډېر کله یو ځای پلورل کېږي.

پیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې ناروغۍ اخته یوه میرمن

برګي یا پیس ناروغي له کب او پیو سره هېڅ اړیکه نه لري

بي بي سي د دې باورونو په اړه له ګڼو پوهانو سره خبرې کړي تر څو ومومي چې له کبانو سره یو ځای یا له هغې مخکې وروسته د مستو-تروو یا شیدو څښل رښتیا د پیس ناروغۍ سبب ګرځي؟

د پوستکي ناروغۍ متخصصه ډاکټره رامیله وایې " دا یواځې یو باور او فرضیه ده."

د هغې په وینا "د پیو او کبانو خوړل کومه ناروغي نه رامنځته کوي، بلکې دا ناروغي له کوم بل پخلي یا خوړو سره هم څه اړیکه نه لري."

ډاکټر رامیله وایې له طبي اړخه د پیس یا برګي ناروغي د خپل بدن له دفاعي نظام څخه رامنځته کېږي داسې چې د بدن حجرې د رنګ خلاف اینټي بایډي جوړوي چې له کبله یې کله نا کله دا حجرې په ځینو ځایو کې ډېرې متمرکزې او حمله کوي د پوټکي په هغه ځای کې مېلونن له منځه ځي او بالاخره په پوستکي کې په بل رنګ را څرګندیږي.

یوې بلې ډاکټرې ډاکټر زېنب بي بي سي ته ویلي "زمونږ په منځ کې دا باورونه هرومرو شته خو دا کوم سایسني بنسټ او اعتبار نه لري."

د دې ډاکټرې په باور" داسې نشي کېدای چې د دوه طبیعي خوړو له یو ځای کېدو داسې څه رامنځته شي چې د بدن په پوستکي اغېز ولري."

د یادونې ده چې دا باور یواځې د کب او لبنیاتو په اړه نه بلکې د ډېرو نورو مخلوطو خواړو په اړه هم دی تاسې به د هندواڼې او چایو یو ځای خوړو په اړه هم هرومرو اورېدلي وي.

د کارپوهانو په باور د خوړو اړوند ناروغیو په اړه که غږېږو تر ډېره د خوړو روغتیايي ښه والی او اندازه مهمه ده، که مونږ ډېر خواړه خورو طبیعي ده چې د ځينو ناروغیو سبب به کېږي او یا که مو بدن د ځينو خوړو سره حساسیت لري ښکاره ده چې اغېز به یې څرګند وي خو په ټوله کې ساینس د پیو او کب له ګډ یا مخکې وروسته خوړو له کبله کومه ناروغي نه ده ثابته کړې.

دغه مطلب يو ځل مخکې هم خپور شوی دی.