د بربنډو فلمونو کتونکو ته خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
که تر اوسه درسره انلاین یا د انټرنېټ له لارې ټګي برګي نه ده شوې، دوه سببونه یې کېدای شي، یا دا چې ډېر بختور یاست او یا هم خورا ځېرک او هوښیار.
ماهرین وايي، یوازې دغه دوه ډلې خلک له انټرنېټي ټګانو ځان ساتلای شي. د دوی په وینا، هره ورځ د نړۍ لر او بر کې زرګونو کسانو سره د انټرنېټ له لارې درغلۍ کېږي.
ماهرین وايي، د پاخه عمر یو شمېر نارینه پورنوګرافیک یا یا د لغړو فلمونو وېبپاڼې ګوري.
دوی په پټه داسې پاڼې ګوري او یا ترې مواد ډاونلوډ کوي او کله نا کله د دغو پاڼو کتلو لپاره له خپلو بانکي حسابونو پېسې ورکوي.
د ماهرینو په وینا د دغو کسانو همدا بې احتیاطي دوی له هېکرانو سره مخامخ کوي او بانکي معلومات یې د هغو ګوتو ته ورځي.
خو پر انټرنېټ د ټکۍ برګۍ نورې لارې او خطرونه هم شته.
مثلاً تاسې ته یو څوک ټیلیفون کوي او درته وايي، موږ د پولیسو یا استخباراتو له ادارې تاسې ته ټیلیفون کړی.
تاسې ترهګرو سره مالي مرسته کړې او موږ غواړو ستاسو د بانکي حساب کتاب معلومات وکړ.
له دې سره بانکي کوډونه یا د بانکي کاروتو شمېرې د غلو لاس ته ورځي. یوه بله لار چې انټرنیټي غله یې کارووي د خواله رسنیو له حسابونو، کمپیوټرونو او ان موبایل ټیلیفونونو د شخصي معلوماتو تر لاسه کول دي.
دوی هلته ګوري، چې حساب لرونکي کسان څومره احتیاط کوي او کومه نیمګړتیا یې داسې ده، چې ګټه ترې اخیستل کېدای شي.
د انلاین ټګي برګي یوه بل خطر د سفر پر مهال د ارزان بیه هوټل موندلو لړ کې احتمالاً رامنځته کېږي. ماهرین وايي، که د یوه ښه هوټل د اوسېدو بیه له مناسبه هم ټیټه وي او وېب کاروونکو پرې تبصرې نه وي کړې، پوه شئ، چې دا د خطر یو زنګ دی.
د انلاین لوټمارۍ یوه دودیزه لاره (فشنګ) بلل کېږي، چې پخوانۍ او د نړۍ لر او بر کې دود ده. دې کې هېکران زرګونو کسانو ته یو برېښنالیک استوي.
دوی ته د ارزانه توکو یا لاټرۍ کې د پېسو ګټلو زیری ورکوي او پای کې د یوه لینک کېکاږلو یا ډاونلوډ کولو غوښتنه ترې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د غلا دغه ډول په هکله اوس عامه پوهاوی ډېر شوی، خو لا هم ځینې خلک د دغسې غلا ښکار کېږي.
ماهرین وايي، له دغسې غلا د ځان ژغورنې لپاره کمپیوټر کې ویروس ضد مناسب سسټم انسټالول چې د خبردارۍ نظام هم ولري، مناسب حل دی.


















